د ماليې وزير له خپلې دندې استعفا ورکړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۵) د ملي يووالي حکومت د ماليې وزير اکليل حکيمي نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې سبا به يې د کابينې په غونډه کې د دندې وروستۍ ورځ وي.

که څه هم اکليل حکيمي ويلي، د کورنۍ د پريکړې پر اساس استعفا ورکوي خو ځينو خبري سرچينو د ملي يووالي حکومت د مشرانو تر منځ اخلافونه او بې باورۍ د نوموړي د استعفا لامل بللي دي.

حکيمي په خبري غونډه کې وويل، چې په دې اړه يې له ولسمشر غني سره خبره خلاصه کړې او له هغه يې  مننه وکړه چې د ماليې د وزارت په څېر مهمه دنده يې ورسپارلې وه.

يوه اوونې مخکې د ښار جوړونې وزير سيد سعادت منصور نادري او څلورو مرستيالانو يې هم استعفا ورکړې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې لا هم د ملي يووالي حکومت څو نور وزارتونه د سرپرستانو له لوري اداره کېږي، تر اوسه معلومه نه ده چې دغه وزارت ته به نوی وزير ټاکل کېږي او که د نورو وزارتونو په برخليک به اخته کېږي.

په وروستيو کې د ګډ حکومت د مشرانو تر منځ اختلافونو له کبله ځينې وزیران ګوښه او يو شمير يې استعفا ته اړيستل شول.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close