د ماليې وزېر: «د سام» غونډه د افغانستان لپاره ډېره مهمه ده

کابل ټکی کام ۱۵ وږی

راپور فرید احمد

په کابل کې د ملګرو ملتونو نړیوالو چارواکو کنفرانس افغان حکومت د افغانستان د راتلونکي لپاره مهم ګڼلی دی.

د افغانستان د ماليې وزېر وایي چې پدې کنفرانس کې د افغان حکومت تګلارې او لاسته راوړنې تائيد شوې دي او نړیوالو د ګډ حکومت څخه تر دې دمې رضایت هم ښودلی دی.

اکلیل حکیمي د سام د کنفرانس په پای کې په کابل کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي نیکولاس هیسم سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل پدې کنفرانس کې هغه خبرې بحث شوې چې لس میاشتې وړاندې په همدې کنفرانس کې ورسره ژمنې شوې وې.

حکیمي زیاته کړه چې د دوه سرې حکومت لپاره دا کنفرانس یو ازمون و چې په بریالیتوب ترې ووت، خو ده د بریالیتوب ټکي څرګند نه کړل.

اکلیل حکیمي د دوه سري حکومت په منځ کې او له بهره متوجه ستونزې هم تایید کړې او وویې ویل چې په راتلونکي کال کې به په پولنډ کې یوه نړیواله سرمشریزه غونډه هم کېږي چې د افغانستان په اړه به پکې مسایل څېړل کېږي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي نیکولاس هیسم وویل؛ سام کانفرانس د افغانستان په اړه د تېرو ژمنو او راتلونکو تعهداتو ترمنځ د یوه پول حیثیت لري.

«دغه کانفرانس د تېر وخت د ژمنو او د راتلونکو تعهداتو ترمنځ چې موږ يې غواړو د یوه پول حیثیت درلود. دغه کانفرانس له تېرو کانفرانسونو سره توپیر درلود؛ په دې کې د افغان حکومت او نړېوالو چارواکو ترمنځ په صادقانه او پراخ بنسټه توګه خبرې اترې ترسره شوې».

ښاغلي هسیم وویل چې د دوه سري حکومت پالیسي د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې د ستایلو وړ ده.

د ملګرو ملتونو استازي بیا وویل چې دوه سرۍ حکومت له یو زیات شمېر چلنجونو سره مخ دی چې باید اصلاح شي.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ په کابل کې د مظاهره چیانو پر وړاندې د اشرف غني لوړپوړي چارواکي وویل چې غني په هر کار کې بې وسې دی، او په حکومت کې یې څوک هم خبره نه مني.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close