د محقق ګیله؛ خلیلزاد مونږ څنډې ته کړي یو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۲۶)

د وحدت اسلامي ګوند مشر او د اجرایه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق وایي، خلیلزاد  څنډې ته کړی او د هیڅ ملاقات چانس یې نه دی ورکړی.

محقق ویلي، خلیلزاد راته وویل، له دې کبله چې وخت مې کم دی؛ نه شم درسره لیدلی، چې د ده په وینا د نوموړي دا کړنه د هزاره قوم د مشر پر وړاندې د سپکاوي په معنا ده.
نوموړی د ګیلې په توګه ویلي چې خلیلزاد هر لوري ته منډې وهي ،آن د طالبانو له مرستیال مشر سره چې د ده په وینا د زابل په خاک افغان کې یې ورسره کتلي، تللی شي خو له محقق سره لیدلو ته وخت نه لري چې دې چارې سخت خواشینی کړی.

د نوموړي دا ادعا چې ګواکې خلیلزاد دې د طالبانو د مرستیال مشر ملایعقوب سره لیدلي وي، آزادو سرچینو او طالبانو رسماً نه دی تائید کړی؛ خو ځینو طالب سرچینو بې بنسټه تور بللی دی.

هغه د سولې له راتګ سره د غزني د هزاره میشتو ولسوالیو جګړه هم تړلې بللې چې په خبره یې د سولې له هڅو سره همهاله د هزاره میشتو  ولسوالیو نا امنه کیدل مرموزه کړنه ده.

تر دې وړاندې د سولې عالي شورا مرستیالې حبیبه سرابي ویلي وو چې د سولې پروسه د سولې د عالي شورا له لاس څخه وتلې او ژنیو کنفرانس ته هم د یادې شورا غړي نه دي غوښتل شوي.
باید وویل شي چې خلیلزاد دا ځل له دوستم، غني، داکتر عبدالله،عطانور پرته له کوم مشر سره نه دي کتلي.
محقق داسې مهال دا ګیله کوي چې څو میاشتې وړاندې د بلخ پخواني والي هم ویلی وو، چې امریکایانو ورڅخه د پیپسي د بوتل په څیر کار واخیست او اوس ورته کوم اهمیت نه ورکوي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close