د محمد رسول د سناریو حقیقت

لیکنه : نوید احمد

بالاخره بي بي سي رسما اعلان کړه چې د ملامحمد رسول په نامه د طالبانو له تحریک یوه بیرون پاتې شخص  د ملااختر محمد منصور په وړاندې ځان د سرپرست مشر په حیث نومولی دی.بي بي سي  هغه ویډیو خپره کړه چې ویل کیږي د فراه ولایت په بکوا کې ثبت شوې ده، په ویډیو کې ملا محمد رسول ښکاري چې د طالبانو په مشر ملا اختر محمد منصور توند اعتراضونه واردوي او عبدالمنان نیازی نوموړی د سرپرست مشر په حیث اعلانوي.

ملا محمد رسول ولې ځان امیر کړ؟

ملا محمد رسول د کندهار ولایت د بولدک ولسوالۍ اوسیدونکی دی کله چې د ملامحمد عمر په مشرۍ د طالبانو تحریک راپاڅېد نوموړی ورسره د یوه قومندان په عنوان ملګری شو، ملا محمد رسول د ملامحمد عمر لخوا د نیمروز والي وټاکل شو، خو نوموړي د خپل ولایت په مهال له ملامحمد عمر پرته بل هیڅوک تر ځان پورته نه باله او نه یې هم د اداري مراتبو تسلسل مراعاتاوو، ویل کیږي چې نوموړي په نیمروز کې د ولایت په مهال  هغه هیئتونه چې د کابل لخوا د تفتیش لپاره وراستول کیدل سپکول او له ډیر بد برخورد وروسته یي بیرته استول، نوموړي په ښکاره ویل چې له ملا محمد عمر پرته د بل چا خبره نه منم .

د امریکا له برید نه وروسته نوموړی ایران ته لاړ د ایران حکومت ونیو او د کابل حکومت ته یي په لاس ورکړ چې د کابل حکومت له څه وخت زندان تیرولو وروسته بیرته خوشی کړ او یو ځل بیا د طالبانو د رهبري شوری غړی شو.د امریکا په ضد د جهاد په اوږدو کې څرنګه چې مرحوم ملا محمد عمر مجاهد په مخفي حالت کې و نو د چارو د سمبالتیا لپاره یي  په ترتیب سره ملا عبیدالله ، ملا برادر او وروسته ملا اختر محمد منصور وټاکل، ملا محمد رسول چې له پخوا یي له ځان پورته څوک نه منل د په تیرو څو کلونو کې له یادو ټولو کسانو سره په جنجال کې پاته شو، او هر یو یې په بیا بیا خپه کړل، مګر دا د یادو طالب مشرانو حوصله او ګذشت و چې د ملامحمد رسول په وړاندې یي عکس العمل نه ښوداو ګوزاره یي ورسره کوله .

ملا محمد رسول چې د تحریک له اولې ورځې یي له مشر ملاصاحب پرته هیڅوک نه منل او مشرۍ ته یي هم هوس کېده همداسې یوه فرصت ته په انتظار و ترڅو خپل ځان امیر کړي، په دې لړ کې یي ځیني نور کسان چې له څو کلونو راهیسې یي د طالبانو له تحریک سره رابطه نه درلوده هم له ځان سره ملګري کړل.د ملا محمد عمر مجاهد له وفات وروسته چې ملا اختر محمد منصور د طالبانو مشر وټاکل شو ملا محمد رسول یي په ټینګه تردید وکړ، د ملا اختر محمد منصور په وړاندې ځیني نور مخالفین هم و مګر د ټولو د اختلاف وجوهات سره بیل وه، مثلا د ملا عبدالرزاق، ملا محمد حسن رحماني ملا جلیل او ځینو نورو کسانو دا رایه وه چې جلا تحریک دې نه  اعلانیږي یوازې دې ملا اختر محمد منصور ددوی لخوا وړاندې شوي شرایط او نقشه عملي کړي، خو ملا محمد رسول له پیله په دې ټینګار درلود چې باید نوی امیر وټاکل شي او په دې لړ کې یي د ځان لپاره کمپاین هم چلاوو.

دا چې د موازي امیر په ټاکنه کې له ملامحمد رسول سره ډیر کسان ملګري نه و او ملا عبدالرزاق،ملا جلیل،ملاحسن رحماني او ډیر نور کسان ترې جلا شول نو په پای کې ډیر محدود کسان لکه عبدالمنان نیازی،ملا باز محمد او د هرات د امان الله قومندان زوی جاوید ننګیال ورپاته شول.ملا محمد رسول چې د بولدک، چمن او کویټې په سیمو کې یي د افغانانو تر منځ کوم ملاتړ پیدا نه کړ او نه یي دومره ملګري پیدا کړل چې د یوې غونډې نمایش ورباندې وکړي،نو د خپل ملګري ملا بازمحمد په مشوره چې د فراه په بکوا کې ځیني کسان لري بکوا ته لاړ هلته  هم ډیرخلکو ترې  مخ واړاوو حتی د ملابازمحمد نږدي جهادي ملګري هم ترې جلا شول خو بیا یي هم د ډیرو مصارفو په کولو سره یو څه کسان برابر کړل ،ځان یي د امیر په حیث اعلان کړ او په دې ډول یي هغه لوړه پرځای کړه چې په همدې اړه یي ترسره کړې وه.

د ملامحمد رسول ملګري

د ملامحمد رسول سره د طالبانو هیڅ برجسته کسان نشته  حتی له ده سره د طالبانو د پخوانۍ کابیني یا اوسنۍ شورا هیڅ غړی هم نشته،دده د مطرحو کسانو له جملې ملا عبدالمنان نیازی دی خو نوموړی د یوه طالب په نسبت تر ډیره یو کاروباري سړی دی، عبدالمنان نیازی  په تیره لسیزه کې په کویټه او ګوادر کې د ځمکو په کاروبار اخته دی، ویل کیږي چې نوموړې له ډیرو طالبانو د مضاربت په نوم پیسې وړي چې بیا یي نه دي ورکړې او اوس  د ملیونونو پیسو په مقدار تر پورونو لاندې دی، نوموړی چې هیڅکله نظامي نه دی پاته شوی او تر ډیره یو استراحت غوښتونکی شخص دی دا چې ناڅاپه په دې سناریو کې په جدیت رامخته شوی غالب ګومان دادی چې اغراض به یي صرف مادیات وي.

د ملامحمد رسول بل ملګری ملا باز محمد دی چې د فراه په بکوا کې دطالبانو یوقومندان دی، مګر له ده څخه وړمه ورځ ډیر ملګري جلا شول ځکه نوموړی یي د طالبانو له اسلامي تحریک څخه باغي وباله.د محمد رسول بل ملګری جاوید نومیږي چې د شینډنډ د قومندان امان الله زوی دی، نوموړی  په پیل کې له حکومت سره او بیا له طالبانو سره و، خو کله یي چې د هرات – کندهار په لویه لاره د جهاد تر عنوان لاندې غلاوې شروع کړې طالبانو له خپلو لیکو ویوست  او دوسیه یي ورته جوړه کړه، خو جاوید  د لنډې مودې لپاره دداعش غږ پورته کړ، په دې وخت چې د داعش هنګامه د افغانستان په لویدیځ کې سړه او دملامحمد رسول  اوازه راپورته شوه نوموړې له طالبانو د ځان ساتنې په خاطر  د ملامحمد رسول ملاتړ وکړ.

د ملامحمد رسول بل ملګری منصور داد الله بلل کیږي چې ده خپل مرستیال اعلان کړی دی او درحمت الله په نوم کوم نماینده یي هم د بکوا په غونډه کې  برخوال و، خو د ملامحمدرسول او منصور دادالله ملګرتیا د مجبورتیا یاري بلل کیدای شي، ځکه دواړه په فکري لحاظ ډیر سره جلا دي، منصور دادالله ځان د پاکستان سخت ترین دشمن بولي، پاکستان دخپل ورور ملا دادالله قاتل او د خپل ځان تعذیبوونکی بولي، او له همدې امله ورسره تبلیغاتي جنګ جاري ساتي، مګر ملا محمدرسول او نور  ملګري یي له پاکستان سره ډیرې نږدې او خوږې اړیکي لري،نوموړی د پاکستان په الوتکه کې له پاکستاني پوځي مشرانو سره یوځای د ارومچي غونډې ته هم تللی و او د مري د جبر په مذاکراتو کې یي هم په رضا سره داوطلبانه شرکت درلود.

دوه نور مطرح کسان  ملا شیرمحمد منصور  او د خاشرود مولوي حبیب الله چې ملامحمد رسول خپل ملګري بلل او د حتی لومړنی یي دخپل مرستیال په حیث اعلان کړ،کله چې له دې اعلانه خبر شول دواړو  د ملامحمد رسول خبره رد کړ ، ځانونه یي ددوی مخالف وبلل او دده له ټول جریان څخه یي بیزاري اعلان کړه.له یادو څو سبمولیکو کسانو پرته ملا محمد رسول د افرادو په حیث د پام وړ څوک تر څنګ نلري، د عیني شاهدانو د معلوماتو له مخې د بکوا د غونډې په فلم کې ډیر هغه کلیوال ښکاري چې د ملامحمد رسول غونډې ته دخیرات او ډوډۍ خوړلو په نیت راغلي وو.

آیا ملامحمد رسول قومي کارت کارولی شي؟

ملا محمد رسول په قوم نورزی دی او له ده سره ملګري کسان هم ډیری له نورزي قوم سره تړاو لري لکه ملا بازمحمد او جاوید ننګیال، کله چې نوموړی د طالبانو په منځ کې د ملاتړ خپلولو څخه پاته راغی نو یي د قومي کارت کارولو هڅه وکړه او د نورزو  قوم ځینو مخورو ته یي دا مسئله د یوې قومي مسئلې په حیث ور وړاندې کړه، خو له نوموړي سره دغه شعار هم هیچا بدرګه نه کړ، نوموړي د پاکستان دچمن ښارګوټي د نورزو  په سیمه کې لویه میلمستیا جوړه کړه، خو د نورزو قوم  یي دعوت ونه مانه نو ځکه یي ډوډۍ ناخوړلې پاته شوه، داچې نوموړی د فعالیت لپاره  فراه ته لاړ علت یي همدا دی چې هلته یي د ملابازمحمد په واسطه  ځیني کسان له ځان سره لرل.

مګر آیا د نورزو ستر قوم به د ملامحمد رسول قومي داعیه ومني؟ دا خبره له اوسه ناممکنه ښکاري ځکه نورزی قوم د ملااختر محمد منصور تر مشرۍ لاندې د طالبانو په تحریک کې خورا  پراخ ګډون لري او دې قوم ته منسوب ټول مهم جهادي مشران له ملااختر منصور سره ملګري دي.

د بیلګې په توګه د ملااختر محمد منصور مرستیال هیبیت الله اخندزاده ، د رهبري شورای غړی او لوړرتبه  طالب حافظ مجید، د روزګان والي ملا یوسف امین، د زابل والي مولوي مطیع الله چې ټول په قوم نورزي دي له ملااخترمحمد منصور سره ملګري دي.

په دې سربیره د طالبانو د پخوانیو تکړه قومندانانو لکه  حافظ عبدالرحیم، ډاکټرواسع، د فراه ملا عبدالرحمن، د نوزاد ملا عبدالسلام مجروح او د نورزو د قوم ټول ستر جبهات د ملااختر محمد منصور سره ولاړ دي او بیعت یي ورسره کړی دی، نوځکه د ملا محمد رسول قومي داعیه هم بي تاثیره ښکاري.

آیا د ملامحمد رسول ډله د زعامت وړتیا لري؟

پاچاهي، امارت یا زعامت هسې ټوکې نه دي بلکې لوړ استعداد او پراخ ظرفیتونه غواړي، د ملامحمد رسول ډله چې ځان د طالبانو د تحریک موازي حرکت بولي له دغسې ظرفیتونو څخه کاملا خالي دی له دوی سره هیڅ د مخې او استعداد سړی نه ښکاري، ملامحمدرسول د طالبانو تر منځ له وخته په بې ګوزارې،خوشک او بدګویه سره مشهور و، له نوموړي څخه  یو بیل شوي ملګري یي د بیلتون علت د ملامحمد رسول ډیر سګريټ څکول وښودل نوموړي ویل : هغه څوک چې تردې حده د سګریټو معتاد وي د زعامت وړ نه شي بلل کیدای.د ملامحمد رسول د ډلې دوهم مهم او په خبره پوه سړی عبدالمنان نیازی دی، مګر نوموړي چې کله د ملامحمد رسول امارت اعلاناوو ویي ویل چې ملا محمد رسول سرپرست مشر دی.

عبدالمنان نیازی په دې نه پوهیږي چې شرعا او عرفا عمومي امیر سرپرست نه شي ټاکل کیدای،امیر باید امیر وي او سرپرستي د زعامت تر مسند رالاندې  عبوري حالت ته وایي.

پایله

لوړو حقائقو ته په پام سره ښکاري چې د ملامحمد رسول کیسه په واقعیت کې دومره ستره او درنه نه ده لکه رسنۍ یي چې تبلیغوي،یعنی د طالبانو د تحریک په وړاندې کوم جدي خطر نه شي بلل کیدای.

ډیر امکان شته چې د ملااخترمحمد منصور تر مشرۍ لاندې طالبان دده په اړه هیڅ غبرګون ونه ښيي او یا ډیر عادي عکس العمل څرګند کړي، د ملامحمد رسول سناریو که څه په ډیر دقت سره طراحي شوي ښکاري چې حتی استخباراتي لاسونه هم په کې له ورایه ښکاري خو دافغان داعش د سناریو غوندې یي عملي اړخ کمزوری بریښي او شاید یوازې تر څو ورځنۍ رسنیزې هنګامې پورې منحصره پاته شي.

له ژمن وېب پاڼې نه په مننه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close