د مخابراتو سرپرست وزیر د و لسمشر لخوا وټاکل شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵مرغومی۱۹) عبدالهادي همت

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند صمیم ویلي چې ددې وزارت معین سید احمدشاه سادات د ولس مشرپه امر د مخابراتواومعلوماټي ټکنالوژۍ سرپرست وزیرمقررشوی دی.

دا ټاکنه له هغه وروسته  ترسره کیږي چې د مخابراتوپخوانی وزیر عبدالرزاق وحیدي د فساد په تورله خپلې دندې کوښه کړل شو

ولسي جرګې ۱۷ وزیران له دې کبله وربللي و چې د خپلو وزارتونوبودیجه يې نه وه مصرف کړي د ۱۷ وزیرانو له جملې يې ۷ وزیران سلب اعتماد کړل چې د مخابراتو وزیرهم په هغو وزیرانوکې و چې ولسي جرګې  اعتماد ورنه اخستی و .

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close