د مخ د پوستکي تازه کولو لپاره لاندې لارښوونې عملي کړئ!

کابل ټکی کام ۰۴غبرګولي/۱۳۹۵، ابو المنصور حقاني
ځینې خلک په خپل مخ د دانو او د سترګو شاوخوا ځایونو له توروالي کړیږي، چې د دغه توروالي د له منځه وړلو لپاره مختلفو ډاکټرانو ته ورځي او ګران بیه کریمونه هم پېري، اما ستونزه پخپل ځای وي.
وارخطا کېږئ مه، دلته مو له داسې درو اسانه او عملي نسخو سره اشنا کوو، چې د دغه توروالي د له منځه وړلو سربیره د انسان پوټکی هم ځوان او تازه ښيي.
له ټولو مهمه داده، چې دغه طریقې د بدن نورې برخې نه زیانمنوي، او ډېر لګښت ته هم اړتیا نه لري.
د مستو استعمال: د طبي څېړونکو په وینا مستې ټولې هغه ځانګړتیاوې لري چې د انسان د ښایست ساتلو لپاره اړین دي، او د بدن په نورو برخو هم هېڅ ډول ناوړه اغېز نه کوي.
مستو کې د «لیکټک» په نامه یو ډول مواد شته، چې د مخ توروالی له منځه وړي او پوستکی هم سپینوي.
طریقه: مستې پخپل مخ وموښئ، د لږې مودې لپاره صبر وکړئ، له لږ ځنډ وروسته خپل مخ په تړمو اوبو ووینځئ.
دغه طریقه سربېره پر دې چې ستاسې څېره تازه او ځوانه ښيي پر مخ شته دانې مو هم له منځه وړي.
د سنترې استعمال: هسې هم اوس د مالټو او سنترو موسم دی، نو ولې له دې چانس څخه پوره استفاده ونکړو.
طریقه: دوه کاچوغې د سنترې اوبه سره خاصه اندازه کورکمن (زردچوبه) یو ځای کړئ، له ویده کېدو وړاندې دغه محلول په خپل مخ استعمال کړئ، او سهار له پاڅېدو سره خپل مخ په تړمو اوبو ووینځئ.
دغه طریقې سره سربېره پردې چې د سترګو شاوخوا توروالی له منځه ځي، د پوټکي په تازه کولو کې هم مهمه ونډه لري.
د شاتو استعمال: د روغتیايي څېړونکو په وینا د پوستکي زیاتو ناروغیو اصلي لامل د پوستکي وچوالی دی، چې د سترګو شاوخوا توروالي لامل هم ګڼل کیږي، د روغتیايي څېړونکو په وینا شات سربېره پر دې چې د انسان پوستکی له مختلفو ناروغیو ژغوري، د پوستکي لپاره یو غوره مرطوب کوونکی هم ګڼل کیږي.
طریقه: د لسو دقیقو لپاره شات په خپل مخ استعمال کړئ، او له هغې وروسته يې په تړمو اوبو ووینځئ.
د دغې طریقې سربېره پر دې چې پوستکی صفا کوي، د پوستکي له منځه تلليو حجراتو په پاکولو کې هم ډېره زیاته مرسته کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close