د مدعي خواته کینه

انجنیر عمیر ویاړ

عمر بن الخطاب رضی الله عنه د خلافت زمانه وه، علي ابن ابي طالب او عمر رضي الله عنهما سره ناست وو، یو کس راغی او عمر ته یې وویل:
ای امیرالمۇمنینه!
زه په علي باندې دعوه لرم زما او هغه په منځ کې فیصله وکړه، عمر، علي ته وویل:
ابوالحسنه!
ته ورشه د خپل مدعي څنګ ته کښېنه او تاسو دواړه خپلې خبرې وکړئ. علي ورغی له هغه سره یوځای کښېناست، څه خبرې یې سره وکړې او سړی ولاړ.
علي رضي الله عنه راغی بیرته د عمر رضی الله عنه خواته کښېناست، د عمر دا فکر شو چې ما علي ته امر وکړ چې د مدعي خواته کښېنه، شاید په دې خبره خپه شوی وي ورته یې وویل:
علی!
ته د لویې مرتبې خاوند یئ او ما درته له یوه عام سړي سره د کښېناستلو امر وکړ زما په دې خبره خو به خپه شوی نه یې؟
علي ورته وویل:
نه! په دې هیڅکله نه یم خپه خو په دې خپه شوم چې تا هغه وخت ماته غږ وکړ چې: ای ابوالحسنه!
(په عربو کې د زوی په نوم یادول د اصلي نوم په نسبت درنښت لري) ځکه زه هغه وخت په جرم تورن وم تا باید ماته ویلې وی: ای علي!
عمر رضي الله عنه د ده په دې خبره ډیر خوښ شو په غیږ کې یې ونیو اوښکل یې کړ او زیاته یې کړه:
علی!
زما مور او پلار دي له تا قربان شي ستاسو په برکت موږ هدایت ترلاسه کړی او له تیارو نه رڼا ته راوتلي یو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close