د مرحوم الحاج مولوي جلال الدین حقاني صاحب په حق ولاړ دريځ

محمد حارث 

په ۲۰۰۳ کال کې زما لپاره تر ټولو غټ د خوشحالۍ خبر یا زیری هغه وخت و چې ملګری راغی او زه یې له ملګرو ګوښه کړم، راته یې وویل چې صبا باید مونږ سهار وختی له کوره ووځو، ترڅو څوک ونه پوهيږي.

زمونږ کورونه په داسي سیمه کې و چې هلته د جاسوسانو د شتون زیات امکانات و، ملګري زه د سرحدي ولایت خوا ته روان کړم، اخیر دولایت له پولې تیرشوو د لویې پکتیا خوا ته واوښتو، په غرونو لوړو ژورو کې مو زیات سفر وکړ خو د تڼیو ولسوالۍ آدمحمد زیارت غرونو په لمن کې روان و چې له اوږده مزل وروسته د غره نیمایي ډډې ته په داسې وخت کې ورسیدو چې د لمر وړانګې په ټوله سیمه خورې وې.

د تیارې لمن ټوله شوې وه، نري یخ شمال د نښترو ونې په نغمو راوستلې وې. غوجیره ګل هم د خپلی ښکلا په زور ځان ته زمونږ نظرونه راښکل، غاټول، ګیګړ او نورو ګلانو هر یو د لالا تر څنګ د ګران لالي ننداره کوله.

د کاڼو نه په جوړ نغري یې تور چاینک ایښی و، د نغري نه نري نري لوګي لکه یاغي مار ترسیم کیدل، تور کلاکوف یې د ونې په یو ښاخ ځوړنډ کړی و، یو د ښکلي قد لرونکی سړی چې د عادت خلاف یې توربخونې جامې په تن توره پګړۍ پر سر، ترڅنګ یی دوربین چانټه ایښې و، د نښتر لاندې خپل رب ته د پاک کتاب په تلاوت بوخت ناست دی، چې په نازک بدن یې د ګردونو اثر له لرې ښکاريده، ما ته دا صحنه ډیره حیرانونکې وه؛ ځکه چه ما دا  زړګی په داسې حال کې کله هم نه و لیدلی او نه مې د ده په اړه داسې فکر کړی و.

پوهیږئ چې دا څوک و؟

الحاج مولوي جلال الدین حقاني و.

مونږ ولاړ وو، رهبر ملګري په زوره غاړه تازه کړه، ترڅو د وخت د دغه خالد بن ولید توجه د ځان خوا ته را واړوي، دا ستر شخصیت هم پوه شو، قران شریف یې مچو کړ او را ولاړ شو. زموږ د هر ملګري سره غاړه غړۍ شو، په مینه محبت یې له هر یو څخه د خیر خیرت پوښتنې وکړې، په څنګ یې مخ واړوه غږ یې کړ: طالبه! که چای تیار وي رایې وړه، دوی مزل کړی ستړي دي. هغه پنډوکی هم راواخله، ته یې ګوره چې څه پکې پاتې دي او که نه. طالب زر زر تک تور چاینک له نغري راکوز کړ، شنې پخې یې ور واچولې، ګیلاسونه یې ډک کړل، پنډوکی یې خلاص کړ، وچه ډوډۍ چې زرې زرې وه، زموږ مخ ته يې کیښوده. کوربه وویل محترمو ډوډۍ څو ورځنۍ ده او دلته یخني هم ده؛ ځکه کلکه شوې، طالب یې خبره ونیوله او ویې ویل: د څلورو شپو ده.

شکر ده ښه ده ګذاره کوي، نن به د دوی د غاښونو د زور پته هم ولګیږي، ټولو وخندل. مونږ او محترم حقاني صاحب چای له ډوډۍ سره نوش کړ، بیا یې د عملیاتو، شهیدانو، یتیمانو، مجاهدینو او طالبانو په اړه بیل بیل وپوښتل، مونږ هم ورته د هر څه په اړه پوره معلومات ورکړل، خو دا چې زه  د ۲۰۰۰ میلادي کال نه مخکي هم له ده  سره نږدې پاتې شوی وم، د هغه وخت زندګي او د نن حالاتو ډیر حیران او بې صبره کړم؛ نو د څو پوښتنو اجازه مې وغوښته، په مسکا حال کې یې وویل: ووایه د خدای بنده څه پوښتنه لرې.

محترمه! دا چې تاسو هر هغه څه چې ویې غواړئ، تر لاسه کولی یې شئ، بیا مو هم دومره سختیو او تکلیفونو ته ملا تړلې، خوښه مو نه ده چې د کوم هیواد څخه د امریکا په خلاف مرسته وغواړو، ترڅو لږ په ارام سره جهادي مبارزه وکړو، مطلب مې دا دی چې ستا د اوسیدو لپاره خو هم باید چې یو محفوظ ځای ولرو.

په ځیر ځیر یې وکتم، راته ویې ویل: عزتمنده! څوک دې چې په دې یویشتمه پیړۍ کې ارام ژوند خوند نه ورکوي، خو د الله تعالی له امر سره سم هر مؤمن مسلمان ته لازمه ده چې د خپل رب د بندګي حق اداء کړي؛ نو د داسې څه کولو لپاره د ټولو نفسي خواهشاتو او دنیاوي ژوند څخه تیریدل ضرور دي؛ ځکه چې ګټه په تاوان کیږي، زه هم له الله تعالی سره د خپل سر په سودا خوشحال او راضی یم، ان شاالله چې د الله مرسته راسره وي، هیڅکله به پښیمانه نشم.

داریښتیا ده چې که زه وغواړم د دنیا هره لویه چوکۍ، منصب، مال او دولت ترلاسه کولی شم، خو تر داسې عزت چې سبا مې د محشر په ورځ رب لایزال او خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته سترګې نشم پورته کولی، یا مې شهید، یتیم، کونډې او مهاجر په ګریوان کې لاس اچولی وی، زر ځله شهادت، هجرت او دې سخت ژوند ته تیار یم، له الله څخه د استقامت دوعا راته کوئ.

د پخواني جهاد په مهال هم ډاکتر نجیب زیات پیشنهادونه راته وکړل، خو الله تعالی وساتلم، اوس کرزی هم راته د ډیر څه پیشنهادونه کوي، د خپل رب په دربار کې دوعا کوم چې د هغو کسانو د برخلیک نه مې وساتي، کوم چې پرون زما مفتیان وو او ما ته یې د جهاد امر راکاوه او نن یرغلګر امریکایي ته میلمه وایي، داعي علی الکفر دي. د دنیا په ژوند باندې د اخرت داسې ژوند ته ترجیح ورکوم چې د خپل رب او محبوب پیغمبر په وړاندې او د هغو شهیدنو په وړاندې دنګ سر ودریږم، چې زما په امر یې کورونه، بچي، میرمنې، میندې او پلارونه پریښودل او ځانونه یې د الله جل جلاله په لار کې قربان کړل.

له داسې کابل نه چې اسلام، مجاهد، عالم، طالب، مدرسه او مسجد پکې محکوم وي، سل ځله شهادت غوره ګڼم.

دغه د غره او سنګر ژوند راته ډیر غوره دی، ضمیر مې ازاد دی، زړه او وجود مې خوشحال دي، د خدای سره مې رابطه قایمه ده، ګلالي مجاهدین مې شپه ورځ تر سترګو کیږي، کوم اطمنان او سکون چې په جهاد او دین کې دی، هغه د دنیا په نعمتونو کی نشته.

ملګرو او تاسو ته مې دا توصیه ده، چې کفري طاقتونه مختلفې حربې استعمالوي، پام چې ایمانونه ونه پلورئ، وجدانونه او ضمیرونه خرڅ نه کړئ، ګنې بیا به د مچانو غوندی لاسونه مروړئ.

ان شاالله یو دوه کاله بعد به په دې غرونو کې د دښمن نه په غنیمت نیول شویو رینجرو او ټانګونو کې ګرځو، خو صبر، حوصله او تقوی په کار ده.

روسانو هم لکه د دوی په شان لاپې کولې، نیمه نړۍ ورسره وه، خو مجاهدینو ته الله تعالی ملکونه مسخر کړل، روسان یې په ګونډو کړل، لرې نه ده چې یو وخت به مونږ او تاسو ته هم دغه کفار زارۍ کوي، امدادونه به راوړي او خبرې کول به غواړي ان شالله.

عزتمنده! عزت د الله تعالی په دین کې دی، مونږ او تاسو ولیدل چې ډیر عزتمند خلک هغه وخت الله تعالی ورټل چې کله یې په شهیدانو، یتیمانو او د الله په سپیڅلي کتاب سودا وکړه. مونږ باید له دوی څخه عبرت واخلو، زموږ هر فعل باید د الله د رضا لپاره وي، بیا به فتوحات او کامیابي زموږ ستاسو په نصیب وي او زموږ دښمني او دوستي باید په اسلام بناء وي، نه په شخصیاتو.

مجاهدین باید څو نقطو ته جدي پاملرنه وکړي، صبر، خاکساري، تقوی، د امیر اطاعت، د امارت اتحاد او له ولس سره همغږي، ان شالله چې کامیاب به وي.

نور مو رخصتوم، الله تعالی مو حافظ او ناصر شه، زما سلامونه ټولو مجاهدینو، یتیمانو او د شهیدانو وارثینو ته ورسوئ.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close