د مرحوم ملا محمد عمر مجاهد کورنۍ سره د زړه خواله

کابل ټکی کام ۱۷ زمری ۱۳۹۴

لیکنه: حماد افغان

امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد د وفات له کبله ټولو مسلمانانو ، مجاهدینو او په ځانګړی توګه د امیرالمؤمنین درنې کورنی ته تسلیت وایم د الله تعالي څخه امیرالمؤمنین ته جنت فردوس او کورنۍ ته یې صبرجمیل دعا کوم.

 ملا محمد عمر مجاهد د افغانستان د معاصر تاریخ یو قهرمان او د ټولو مسلمنانو ویاړ وو ، نن نه تنها مجاهدین او افغانان بلکې د نړی نور مسلمانان او حتی دده مخالفین هم دده د بې مثاله میړانې او غیرت ستاینه کوي.

 د مرحوم ملا صیب مړینه د مسلمانانو لپاره یوه ستره ضایعه ده چې جبران به یی ډیر مشکل وي .

نن چې افغانستان د کومو سختو حالاتو سره مخامخ دی پدې حالت کې د ملا صیب تشه هر څوک احساسوي ، ملا محمد عمر مجاهد چې د امریکا په مشری د نړی د کفري غاصبینو سره کومه سپېڅلې جګړه پیل کړې وه هغه اوس د کامیابۍ مراحلو ته نږدي شوې وه، کاش چې ملا صیب یو څو کاله نور هم ژوندی وای، چې دغه ستره کامیابي او افتخار یې په خپلو سترګو لیدلی وای.

 د نوموړي هغه وروستی خبرې چې د امریکا د حملو په دوران کې یې کړې وې او د امریکا د شکست وړاندوینه یې پکې کړې وه، ډیرې ایمان افروزه دي او په هغه وخت کې چې ډیرو د تیښتې لارې لټولې او حوصلې یی د لاسه ورکړې وې د نوموړې داسې غیرتی خبرې دده د قوي ایمان ښکارندویي کوي.

اوس چې ملا صاحب زمونږ او تاسې په منځ کې نشته نو ضرورت ددې دی چې مونږ او تاسې دده لاره تعقیب کړو خپل صف متحد وساتو او جهاد ته ادامه ورکړو ، لله الحمد چې اوس د اسلامی امارت رهبري شورا د ملا صیب د ځای ناستي په اړه فیصله وکړه او ملا اختر محمد منصور چې ملا صیب په خپل ژوند کې د امارت سرپرست ټاکلی وو د نوي امیر په حیث غوره کړ ، د مسلمانانو لپاره ډير د اطمینان ځای دی چې نوی امیر وټاکل شو او د امارت ټول امور کما فی سابق ادامه لری، نو په ټولو مسلمانانو او مجاهدینو لازمه ده چې د نوي امیر سره خپل بیعت وکړياو خپل جهاد ته ادامه ورکړي.

الحمدلله حالات ډیر ښه پرمخ روان دي، د مسلمانانو ترمنځ د توقع برخلاف ډیر زیات وحدت او اخلاص لیدل کیږی ، پدې حساس وخت کې تاسې د ملا صیب محترمې کورنۍ ته هم یو لوی مسؤلیت راجع کیږي چې د صف د وحدت لپاره کار وکړئ او د مشر ملا صیب هغه جوړ کړي کور څخه دفاع وکړئ کوم چې نوموړي د هغه په ساتلو کې خپل ټولو انساني خواهشاتو ته شا کړې وه. مونږ پدې یقین لرو چې د امارت موجوده تشکیل او مشر څخه به ملا صیب په خپل ژوندانه کې راضي وو.

نوپدې حالاتو کې به تر ټولو مناسبه فیصله همدا وه چې د ملا صیب د ژوندانه تشکیل  ادامه پیدا کړي، دا به د امارت او ټولو مسلمانانو په خیر وو ، اوس چې نوی امیر ټاکل شوی او د ټول هیواد څخه علماوو، مجاهدینو او د امارت مسؤلینو پرې د اعتماد اظهار کړی او لا ادامه لري، نو پکار ده چې تاسې یې هم مکمل ملاتړ وکړئ، او پرې نږدئ چې دښمنان ستاسې د نوم څخه په استفادې ددې صف او روان جهاد د ضعیفولو لپاره کار وکړي،  او ستاسې کورنۍخدای مه کړه، قدرت طلبه معرفي کړای شي، چې هیڅکله داسې نده.

ملا صیب د قربانی او خدمت په نیت دغه لاره غوره کړې وه نه د قدرت او پاچاهی لپاره اوس به دښمنان ددې لپاره هم ستاسې په نامه داسې تبلیغات کوي چې دوی د مشرۍ غوښتنه کوي ترڅو د ملا صیب بې داغه تاریخ لکه دار کړي پداسې حال کې چې ملا صیب د خپلې کورنۍ لپاره په خپل ژوندانه کې په هیڅ کوم امتیاز قایل نه وو ، تاسې د خلکو په زړونو کې ځاي لری، عزت په پاچاهی او مشری کې نه دی بلکه عزت  په جهاد او د الله په اطاعت کې دی ، زه د یو مسلمان ، افغان او د ملا عمر د عسکر په صفت ستاسې څخه هیله کوم چې د ملا صیب د جوړ کړي امارت چې په هماغه حالت ادامه لري حمایت وکړئ ، ستاسې دغه حمایت په حقیقت کې د خپل پلار ، ورور څخه حمایت دی ، الله تعالی مو سرلوړي ،اباد او ښاد لره .  په پای کې به د الله څخه غوښتنه کوم چې دغه جهادي صف د پخوا په څیر متحد قایم او دایم ولرې

– See more at: https://kabull.com/Maqalay_Details.php?maqala_details=27#sthash.IB5DMpsA.dpuf

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close