د مرحوم مولوي رفیع الله مؤذن د کورنۍ لخوا د مرحوم ملا محمد عمر اخند په مناسبت د تعزیت او د نوي زعیم سره بیعت پیغام خپور شو

کابل ټکی کام ۱۲ زمری ۱۳۹۴ راپور انصار  د افغانستان د مخورو علماوو او مشایخو لخوا د تعزیت پیغامونه تر مونږ پورې رارسیدلي دي او له نوي مشر سره یې د بیعت اعلانونه هم  کړی دی. پدې اړه مونږ د مرحوم مولوي رفیع الله مؤذن د کورنۍ لخوا د بیعت پیغام خپروو. د عالیقدر امیرالمؤمنین ملامحمدعمر مجاهد رحمه الله د وفات په مناسبت د مشهور جهادي او علمي شخصیت مولوي رفیع الله مؤذن د کورنۍ لخوا د تسلیت پیغام، او نوي ټاکل شوي امیر ملا اختر محمد منصور سره د بیعت تجدید   د مرحوم امیرالمؤمنین وفات د ټولې اسلامي نړۍ، اسلامي امارت، او افغان جهادي غیرتمند اولس لپاره ستره ضایعه ده. د مرحوم مؤذن صاحب کورنۍ پدې ستر نه هېرېدونکي غم کې د امیرالمومنین له کورنۍ، اسلامي امارت او ټول مسلمه امت سره ځان شریک بولي. د مرحوم مولوي رفیع الله مؤذن کورنۍ د امیرالمؤمنین په توګه د ملا اختر محمد منصور صاحب ټاکل یو پر ځای اسلامي او شرعي عمل بولي، او د زړه له کومې خپل بیعت ورسره اعلانوي. د امارت لوړپوړو غړو، ټولو مسؤلینو او منسوبینو او افغان غیرتي اولس ته مشوره ورکوو چې د امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور سره د بیعت د تجدید بهير ګړندی کړي، ترڅو د پېښې د عظمت څخه په استفادې سره د اسلام دښمنانو ته د مسلمانانو په منځ کې د درځ پيدا کولو موقع په لاس ورنشي. له الله څخه غواړو چې امیر المؤمنین ملا اخترمحمد منصور د مرحوم امیرالمؤمنین په څېر د اسلامي حدودو د ساتنې په خاطر د هر ډول فشار مقابله په پوره متانت او مېړانه سره وکړي. والسلام د مرحوم مولوي رفیع الله مؤذن د کورنۍ لخوا –

اړونده مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close