د مزدور رژيم کم عقلې خبرې او د هغو معقول ځواب

ليکوال: مفتی شهید عليزی

په ژوند کې داسې هم کيږي چې د حقيقت څخه د ناخبرو خلکو له خلو څخه داسې خبرې او چټيات راوځي چې د هيڅ عقل او منطق سره سمی نه نيسي. او نه څوک ورباندې باور کوي او نه پکې کومه بله فايده شته بلکې دومره کيږي چې په خپلو دې خبرو سره خپله ناپوهي او ناخبري خلکو ته وښاييی چې دوی د حقيقت څخه څومره ناخبره دی هغه د چا خبره د پيل په غوږ کې اوده دي د شرم خبره خو لا داده چې داسې خلک سره د دې چې ښه د واقيعت څخه خبر وي خو بيا هم د حقيت څخه لرې خبرې کوي او په دې خپلو چټياتو شرميږي هم نه. چې زمونږ او ستاسو په چاپريال کې داسې خلکو ته جاهل مرکب وايي.
د دې يو تازه مثال په کابل کې د ګډ حکومت د امنيتي اورګانونو لکه ملي امنیت ، د دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارتونو د ویاندویانو د پنجشنبې د ورځې ګډ خبري کنفرانس دی په دې خبري ناسته کې دوی وويل چې د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور (د دوی په اصطلاح) وژنه د حکومت د وسله والو مخالفینو په لیکو کې د ګډوډۍ سبب شوي او د پخوا په پرتله د وسله والو مخالفانو په پوځي فعالیتونو کې کمی راغلی دی او طالبانو لیکې کمزوري شوي دي.
خو دوی د حقيقت څخه ناخبره دي او غواړي چې په دې اوتوبوتو او چټياتو خلک وغولوي چې هيڅ کله به هم د دوی دغه ارمانونه پوره نشي انشاء الله
دوی دې په دې خبره ښه سر خلاص کړي : لکه څرنګه چې د خدای تعالى ذات ازلي ، ابدي او هميشه باقي پاتيکيدونکې دی همدا راز د هغه حکمونه هم نه بدليدونکي دي .او عبادت به يي هم د هميش لپاره کيږي .ټوله نړی حتی اوباما هم په دې پوهيږي چې د اسلامي امارت روانه جهاد مبارزه د عقيدې په لحاظ ده نه د يو چا د مشرتوب په اساس. د اسلامي امارت هر مجاهد دغو ناپوهو خلکو ته وايي چې په دې اوسنۍ جهادي مبارزې کې تکليف او ستړتياوې د دې لپاره دي چې الله تعالى له موږ څخه راضي شي. او د يو شرعي امير په قيادت کې د جهاد سپيڅلي اهداف تر لاسه کړو. موږ د جهاد دا پاکه او مقدسه مبارزه په همدې عقيده پر مخ بيايو او دا زموږ نه بدليدونکې عقيده ده چې جهاد د خدای تعالى عبادت دی او الله تعالى تل تر تله باقي پاتې کيدونکۍ ذات دی نو د جهاد عبادت به يې د هميش لپاره وي
.بناءً زموږ د شهيد امير المومنين ملا اختر محمد منصور تقبله الله تعالی په شهادت سره زمونږ جاری جهادي مبارزه به نيمګړې نه پاتېکيږي او نه به زمونږ په اتحاد او اتفاق کې کومه د پام وړ کموالی راځي او مونږه ستومانه او ستړي هم نه يو بلکې زمونږ روانه جهادي مبارزه د الله تعالی د دې ښکلي قول موافق چې [ وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا . ( ال عمران / ۱۰۳ )] او د حضرت عمر (رض) د دې ارزښتناکې وينا موافق چې [. لاَ إِسْلاَمَ إِلاَّ بِجَمَاعَةٍ ، وَلاَ جَمَاعَةَ إِلاَّ بِإِمَارَةٍ ، وَلاَ إِمَارَةَ إِلاَّ بِطَاعَةٍ . ] په پوره اتفاق او اتحاد او د نوي امير په اطاعت کې روانه ده او نوره به هم ګړندی شي (انشاء الله)
د اسلامي امارت هر مجاهد دغو مزدورانو او وطن فروشانو ته وايي چې موږ خدا پرست يو ستاسو په شان شخصيت پرسته او چوکی پرسته نه يو. ځکه زموږ جهادي مبارزه د تر شخص او چوکی پورې منحصره نده. ځکه مونږ مسلمانان يو او اسلام د شخصيت پرستی څخه په کلکه ممانعت کړی دی.الله تعالی فرمايي:
وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا . ( ال عمران / ۱۰۳ )
يعنۍ د الله په رسی باندې منګولې ولګوئ او بې اتفاقي مه کوئ.
په دې معنى چې خدای پرستي وکړئ شخصيت پرستي او چوکی پرستي مه کوئ او له اختلاف څخه ځآنونه وژغورئ.
همداراز د شخصيت پرستی څخه ممانعت هغه وخت ښه په ډاګه شو چې کله د احد په غزا کې شيطان چغه کړه چې محمد (ص)شهيد کړې شو . نو په دغه وخت کې بعضو مسلمانانو د پيغمبر عليه السلام د محبت له وجې خيالات ګډوډ شول چې اوس مبارزه د څه لپاره وکړو شخصيت د رسول الله هخو نشته نو خداۍ تعالې دا ايت رانازل کړ.
وَمَا مُحَمَّدٌ إِلَّا رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِ الرُّسُلُ أَفَإِنْ مَاتَ أَوْ قُتِلَ انْقَلَبْتُمْ عَلَى أَعْقَابِكُمْ(ال عمران/ ۱۴۴)
ژباړه: او محمده خو صرف د الله رسول دی .دده نه ړومبې ډير رسولان تير شوي دي .که چيرې مړه شي يا ووژلۍ شي نو تاسو به د خپل کار په پريښودو سره بيرته را ګرزۍ.
يعنې اسلام د خدای تعالې مقدس دين دی لکه څنګه چې الله تعالى ده همداشان دين به يي هم تل تر تله وي .محمد(ص) وي او که نه وي .
همدا راز کله چې رسول الله (ص) له دنيا څخه جامې بدلې کړي .نو بيا د رسول الله (ص) فدايانو ته همدغه ايت ترنظره نه شو نو حضرت صديق اکبر (رض) د بيا ځلې لپاره د خدای پرستي مفکوره داسې واضحه کړه :چا چې د محمد عبادت کاو نو محمد وفات شو او چا چې د الله تعالى عبادت کاو نو هغه د هميش لپاره ژوندی دی (لهذا عبادت به يي هم د هيمش لپاره وي).
نو ټوله نړی وال دې په دې ښه خپل سر خلاص کړي چې د افغانستان اسلامي امارت د مجاهدينو جهادي مبارزه تر اشخاصو پورې نده منحصره بلکې تر هغه وخته پورې به د خپل نوي زعيم امير المومنين شيخ هيبت الله اخونزاده حفظه الله تر قيادت لاندې د کافرانو او د هغوی د مزدورانو سره جهاد کوو تر څو د جهاد سپيڅلي اهداف تر لاسه شوي نه وي انشاء الله
پای

—– پورتنۍ لیکنه دلیکوال خپل نظر دی د ادارې توافق ورسره شرط ندی ———

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close