د مسجد اداب او ځینې اړین مسائل

م احمد ضياء خبيب

په رسول الله صلی الله عليه وسلم له درود ویلو وروسته مسجدته د دې دعاء په ویلو ننوزئ:

«اللهم افتح لي أبواب رحمتك» (سنن أبي داود (1/ 349)

څوک چې له مسجدسره پوره مینه لري، په ورځ د قیامت به د الله تعالی د رحمت تر سیوري لاندې ولاړ وي، چې هلته به بل سیوری نه وي (متفق علیه).

الله تعالی له هغه بنده ډېر خوشاله کیږي، چې اودس وکړي او مسجد ته د لمانځه له پاره روان وي (صحيح ابن خزيمة (1/ 722).

کله چې مسجد ته داخلېږئ له بندګانو سره رابطه بنده کړئ او له الله تعالی سره خپله رابطه وساتئ (موبایل بندکړئ).

مسجد ته د تللو په وخت کې باید دپازابوونکو شیانو له خوړلو ډ ډه وشي لکه: وګه، پیاز او ګنده‌نه. رسول الله صلی الله عليه وسلم وايي: څوک چې دا شیان وخوري مسجد ته دې نه ورځي؛ ځکه هلته ملائکې پازابېږي (متفق علیه).

مسجد ته باید په ښکلو او پاکو جامو کې داخل شي، سورة الاعراف الاية (۳۱) همدارنګه (صحيح مسلم (1/ 93)

مسجد ته په ارام او عزت سره تګ کوئ، اکر که اقامت هم واورئ (متفق علیه).

کله چې مسجد ته داخل شې، که چاته تکلیف نه وي غوره دا ده، چې په اول صف کې د امام ښي څنګ ته کښینئ، مخ قبلې ته کړئ د قرآن کریم په تلاوت او یا په ذکر بوخت شې (متفق علیه).

کله چې مسجد ته داخل شئ نو دوه رکعته تحیة المسجد (د مسجد سره د ستړمشي) لمونځ وکړئ (حديث السراج (3/ 145).

په مسجد کې له رخصت خبرو غیر نورې خبرې مکروه دي (حلية الأولياء (5/ 143, الدر المختار وحاشية ابن عابدين (6/ 418)

کله چې جماعت و درېږي، باید له نورو نوافلو ډډه وشي او ټول په امام پسې اقتداء وکړي. (صحيح مسلم (1/ 493)

د لمونځ کوونکي په مخ کې مه تېرېږئ؛ رسول الله صلی الله عليه وسلم وايي چې که یو څوک د دې له عذابه خبرشي څلوېښت کاله به ودرېږي، خو د لمونځ کوونکي په مخ کې به تېر نه شي (متفق علیه).

په مسجد کې په یو ځای مه درېږئ؛ رسول الله صلی الله عليه وسلم له دې منعه کړې چې یوڅوک ټول وخت په یوه ځای د آس په شان درېږي، بلکې چې هر ځای خالي وي هلته لمونځ وکړئ ( سنن أبي داود (2/ 147).

د اذان، اقامت او خطبې په وخت کې خبرې مه کوه، رسول الله صلی الله عليه وسلم له دې منعه کړې. بلکې د اذان جواب ورکول واجب دي ته هم اذان ورسره وایه (متفق علیه) همدارنګه (بدائع الصنائع (1/ 155).

د جنابت په وخت کې مسجد ته مه داخلېږئ الله تعالی منعه کړې. (سورة النساء الاية (۴۳) همداشان (المحيط البرهاني (1/ 217)

کله چې په مسجد کې اذان وشي تر څو مو چې لمونځ نه وي کړي تر هغې مه وځئ ، له لمانځه مخکې وتل مکره دي. (الدر المختار وحاشية ابن عابدين (2/ 54)

په پلاستيکي خولۍ او خیرنو جاموکې لمونځ مه کوئ؛ ځکه په هغه جامو کې لمونځ مکره دی، چې یوڅوک مجلس ته نه شي پکې تللای. (البحر الرائق (2/ 35).

له درود ویلو وروسته له مسجده د دې دعاء په ویلو سره ووځئ «اللهم إني أسألك من فضلك»(سنن أبي داود (1/ 349).

کله چې د جمعې لومړی اذان وشي، بیا راکړه ورکړه (اخستل او خرڅول) حرام دي بلکې ټول به مسجد ته ځان رسوي. الدر المختار وحاشية ابن عابدين (5/ 101)

«د جامعه عثمانې له خوا مسجدونوته تحفه» ادرس د پوهنتون شهرک غزنی افغانستان.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close