د مسکو تر غونډې وروسته سیاستوالو او طالب استازو څه وویل؟

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۱۸)

(لنډ راپورتاژ)
د مسکو بین الافغاني غونډه تیره شپه ناوخته پای ته ورسیده او دواړو لوریو د یوه ښه سولییز راتلونکي په پار یاده کړه.
د غونډې ګډونوال او د افغان سیاسي چارواکو مشر حامد کرزي تر غونډې وروسته یوه خبري کنفرانس ته وویل، په دغه غونډه کې پر ټولو اړینو جزئیاتو بحث وشو او ښه نتیجه ګیري ترې واخیستل شوه.
نوموړي وویل، د طالبانو دریځ خورا پیاوړی او د ستاینې وړ ملي او اسلامي دی چې باید قدرداني یې وشي.
حنیف اتمر هم د دغې غونډې ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، طالبان یوې ملي او بین الافغاني سولې ته ژمن دي او په دې برخه کې د هغوی سره کرښه لومړی د بهرنیانو وتل او بیا د افغانانو ترمنځ پر یوه ډیالوګ خبرې کول دي.
یونس قانوني وویل، په دغه بحث کې مو سپینې خبرې وکړې او په هر اړخ کې وغږیدو ، د افغانستان د روان خونړي وضعیت د بدلولو لپاره پر اړینو لارو چارو بحثونه وشول.
عطانور هم دا خبرې ستایلې او ویلي یې دي چې دا تر ټولو ارزښتناکه غونډه وه او نوموړی په ډیر هغه څه وپوهیده چې پخوا یې په اړوند مالومات نه درلودل.
طالب استازو هم دا یوه ښه غونډه بللې او زیاته یې کړه ، دوی هر وخت تیار دي چې بین الافغاني تفاهم ته سره کیني او د روان وضعیت لپاره حل لارې ولټوي.
د غونډې ټولو ګډونوال د بهرنیانو پر بشپړ وتلو ټینګار وکړ او د دغه راز غونډو د تداوم غوښتنه یې وکړه.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close