«د مسکو د سولې خبرې او د افغانستان قطبي کېدل»

واحد فقیري

مېرمن ګنان: د مسکو د سولي خبري او د افغانستان قطبي کېدل:

د اسوشییتد پریس ژورنالیسټه مېرمن کاتي ګنان د اګسټ پر ۲۵ مه په یوه تحلیلي رپوټ کي لیکي: داسي ښکاري چي جمهورریس پوتین د افغانستان په کشاله کي په یو مهم فکټور باندي بدلېږي. ځیني مبصرین د افغان د سولي په پروسه کي د پوتین ښکېلتیا پر ښه فال باندي نیسي، خو د مسکو ابتکار له آغازه له جنجالونو سره مواجه دئ.

مېرمن ګنان کاږي له یوې خوا د افغان حکومت د داخلي ستونزو او نفاق له وجي پر یوې ستراتیژۍ باندي توافق نه سي کولای، له بلي خوا طالبانو په مکرره توګه له کابل سره مخامخ خبري رد کړي دي. دغه راز، واشنګټن هم د مسکو د همدې سیاسي مانورې څخه خوښ نه دئ.

مبصرین وايي چي د مسکو د فورمټ پرابلمونو وښوده چي په افغانستان کي څونه مشکلات پراته دي، او څونه زیات بین المللي قوتونه په رقابت کي دي. هغوی وايي په افغانستان کي د سولي پروسه په ښخ سویو ماینونو کي تېرېدل دي. هغوی باور لري چي په افغانستان کي یوازي امریکا او روسیه په رقابت کي نه دي، بلکي چین،‌ایران، او پاکستان هم شامل دي. او الان دا ملکونه د واشنګټن سره ګرم روابط نه لري. عمران خان وايي چي په افغانستان کي به د امریکا سره په سوله کي ملګری وي،‌ خو نور به په جنګ کي ورسره ملګرتیا و نه کړي.

سیاسي تحلیلګران وايي د کابل حکومت نه یوازي فاسد او بې کفایته دئ، بلکي د فرقوي او قومي تضادونو مجموعه هم ده. هارون میر وايي دا بین المللي فشارونه دي چي د افغان جنګره سیاستوال ئې یو ځای سره ساتلي دي، کنې دا خلګ به یو بل سره وخوري. هغه وايي د افغان په حکومت کي ژور قومي اختلافات سته، او که چیري خارجي قواووي ووځي، سمدستي به بل قومي جنګ پیل سي. ځکه د افغان حکومت پخواني توپکیانو کنټرولوي.

امریکايي سیاسي مبصر کوګلمېن وايي د کابل په حکومت کي قومي تفرقو د طالبانو پر ضد د یوې درستي ستراتیزۍ جوړول ناممکن کړي دي. هغه علاوه کوي،«تر هغه وخت پوري چي د افغان حکومت په دسیسه يي سیاست، خپلمینځي شخړو، او داخلي نفاق کي ډوب وي، کابل به هیڅکله هم د طالبان خلاف یوه موثره ستراتیژي عملي نه کړي. صرفنظر لدې څخه چي کابل د امریکا او نورو ډونرانو څخه څونه خیرات تر لاسه کوي.»

مېرمن ګنان کاږي چي تر ټولو خطرناکه خبره دا ده چي اکثره افغانان د واشنګټن پر اصلي نیت باندي بد ګومانه سوي دي. په افغانانو کي دسیسه يي مفکورو داسي ځای نیولی دئ چي واقعا حیرانونکي دي. یوه عامه دسیسه يي تیوري دا ده چي واشنګټن په مخفي توګه د طالبانو سره پدې غرض کومک کوي، څو په وطن کي تشدد روان وساتي، او د خپلو عسکرو د ساتلو لپاره پلمه تر لاسه کړي. افغانان باور لري چي امریکا غواړي له افغانستانه ایران، چین، او روسیه وڅاري او مقابله ئې وکړي.

په عین زمان کي، طالبانو خپل دپلوماتیکي کوښښونو ته کش ور کړی دئ. اوزبکستان او اندونیزیا ته ئې سفرونه کړي دي. طالبان وايي چي د مسکو تر کانفرانس مخکي به چین او پاکستان ته هم سفرونه وکړي.

په امریکا کي د اسلام د تاریخ پروفسور ښاغلي براین ګلاین وايي،«په مسکو کي د سپټمبر د میاشتي کانفرانس حیرانوکی دئ. او ښايي یو مهم تاریخي او دپلوماتیک انکشاف وي.»

— Russian peace talks raise specter of shifting influence

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close