د مسکو غونډه او  افغانانو ته يې ګټې

ليکوال: غورځنګ

پخوا وختونو کې ګومان کېده چې امریکا او ورسره د افغانستان کاواکه اداره رښتينې سوله غواړي، ځکه خو يې د سولې لپاره شعار وړاندې کړی او د دې پر ځای چې پخپله د سولې لار درک کړي او رښتينې سولې ته ځان ورسوي بلکې مقابل لوری به يې د سولې مخالفين بلل  او هيڅ کله به يې د خبرو کولو چانس نه ورکاوه بلکې په مختلفو تهمتونو به يې رنګول. لنډه دا چې امريکا او د افغانستان ادارې ځانونه دومره سولې ته ژمن بلل چې په وروستيو کې يې د سولې د عالي شورا تر عنوان لاندې ځانته کميسيون هم جوړ کړ، دغه کمېسيون بيا کله نا کله د غلط ادرس له لارې ادعاوې هم کولې چې ګواکې د طالبانو د مشرتابه ادرس يې موندلی دی، نږدې دي چې سوله به تر سره کړي، خو کله به چې اصلي منبع معلومه شوه نو هغه مقابل لوری چې افغان دولت ته به د طالبانو استازی ښکارېده، هغه به يا کوم دوکاندار وو او يا به هم کوم بل داسې شخص وو چې له هېڅ ډلې سره به يې تړاو نه درلوده، لنډه دا چې د سولې د عالي شورا کمېسيون هم د سولې لپاره چندان کار ورنه کړ،

خو سږ کال چې د عيسوي ۲۰۱۸ کال پای او د ۲۰۱۹ کال پيل وو، د سولې انګازې ډېرې ګرمې او په تېزې سره خپرېدلې، خلکو بيا هم فکر او ګومان کاوه چې کېدای شي دا به هم د تېر په څېر د يوه دوکاندار، تجار او يا هم کوم بل چا يوه غولوونکې پروسه وي، نو په دې وجه يې چندان اعتبار نه ورکاوه، خو کله چې عملاً د امريکا  استازی (خليلزاد) راغی او بيا يې له طالبانو سره په مختلفو هېوادونو کې غونډې پيل کړې نو د خلکو زړونو ته رښتينې سوله ولوېدله، خصوصاً  کله چې طالبان پر خپل کلک دريځ ثابت پاتې شول او امريکايي پلاوي د خپل چل او ول له دريځ څخه تنزل وکړ او له طالبانو سره يې د خپلو ځواکونو وېستل ومنل نو هغه وخت خو بيخي سوله راتلونکې وبلل شوه او د امريکا او طالبانو تر منځ دغه غونډې په ټوله نړۍ کې د خبرونو سرټکي وګرځېدل.

دا دی نن هم د هماغو غونډو په تعقيب او ترتيب سره د دې لپاره چې د طالبانو او هغو افغانانو تر منځ چې د ځينو سياسي ډلو نماينده ګي کوي او د طالبانو پر وړاندې درېدلي وو، په مسکو کې سره دېره دي، دا غونډه که څه هم له کوم بهرني اړخ سره نه ده خو بيا هم د افغانستان د راتلونکي برخليک لپاره مهمه ځکه ده چې له اوولس کاله جګړې وروسته ښکېېلو خواوو ته دا فرصت په لاس ورغی تر څو خپل دريځ يو بل ته روښانه کړی، نو د دې غونډې ګټې به راواخلو:

۱ــ په دې غونډه کې ګډونوال ټول افغانان وو او ځکه مهمه وه چې مسئله هم د افغانانو ده.

۲ــ په غونډه کې د طالبانو دريځ ټولو خلکو ته روښانه شو، په تېره بيا هغو خلکو کوم چې د طالبانو د تېر ځل واکمنۍ پر مهال د شمال ټلوالې او نورو تر عنواناتو لاندې له طالبانو سره په جګړه کې ښکېل وو او په تېرو اوولسو کلونو کې يې هم همدا دريځ خپل کړی وو.

۳ــ په دې غونډه کې عطاء محمد نور، محقق او نورې هغه څېرې هم وې کومو چې طالبان يوازې له يوه قوم څخه بلل او ويل به یې چې طالبان له يوه قوم پرته د نورو قومونو حقوقو ته قائل نه دي. خو نن ورته څرګنده شوه چې طالبان يوازې د افغانستان د قومونو نه بلکې د ټولې نړۍ د مسلمانانو د د اتحاد او اتفاق سمبول دي.

۴ــ  د افغانستان اوسنۍ اداره که څه هم ځانونه سوله خوښي بولي، خو په دې غونډه کې له ګډون څخه د انکار کولو له امله ټولو خلکو وپېژندله چې د سولې لپاره هېڅ اجنډا نلري بلکې د پرديو د ګټو لپاره غواړي چې دايم د واک پر ګدۍ واوسي.

۵ــ  ټولو هغو افغانانو چې په دې غونده کې يې ګډون درلوده او ان هغو خلکو چې دغه غونډه يې د رسنيو له لارې څارله، هم د کابل اداره د سولې پر وړاندې خنډ وبلله او يوه کاواکه، د بل د ګټو لپاره جنګېدونکې او د خپل ولس د وينو څښونکې او خرڅوونکې اداره يې وبلله.

۶ــ  ټولو ګډونوالو د سولې او ازادۍ راتللو ته خوښي وښودله او هم يې نړۍ ته دا وښودله چې افغانان که ټول عمر يې جګړه کړې، سولې ته هم ژمن دي او هم سوله پېژني.

۷ــ  په دې غونډه کې طالب خپل دریځ هغو خلکو ته وړاندې کړ چې د دوی د دريځ په اړه يې مختلف شکونه او غلط شبهات لرل.

په اخر کې بايد ووايم چې د مسکو غونډه د افغانانو تر منځ د نظر د تبادلې، د خپل منځي شکونو د له منځه وړلو، سولې ته د کار کولو او نورو ټولګټو لپاره ډېره مهمه او اړينه غونډه وه، همداشان په ياده غونده کې چې کوم څه وويل شول، د ټولو افغانانو د ستاينې وړ وګرځېدل او د افغانستان د ولسونو د ښه راتلونکي لپاره ډېره ګټوره وه، خو دا هم بايد وويل شي چې يوازېني او بدمرغه خلک غني او د غني ټيم دی چې د خپل ناچيز ضد له امله ټولو افغانانو ته د سولې خنډ معرفي شو.

 

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close