د مسکو غونډه او د اشرف غني ماشومانه ضد

تبصره: ډاکټر یوسف کابلي

د طالبانو لومړی مشر ملا محمد عمر یو وخت وړاندوینه کړې وه چې یوه ورځ به داسې راشي چې دوی به مونږ ته عذر او زارۍ کوي چې مذاکراتو ته راسره کینۍ خو مونږ به نه کینو، ځینو خلکو دا وړاندوینه بابیزه ګڼله، خو نن ټولو ولیدل چې دغه وړاندوینه سل په سلو کی رښتیا وخته، ملا صیب دا خبره هم کړې وه چې زما مخې ته دوه وعدې دي یوه د رب وعده او بله د بُش وعده، زه به وګورم چې کومه وعده ریښتونې کیږي. د رب وعده داده چې څوک پر خپل دین ننګ وکړي بری ورپه برخه کوی او د بُش وعده دا وه چې ټول طالبان به ختموي، خو نن خلکو په غړیدلو سترګو ولیدل چې د چا وعده ریښتونې شوه، معلومه خبره ده چې د رب وعده ريښتونې شوه طالب نور هم ډیر شول او نن د طالبانو مخالفین د طالبانو سره د مذاکراتو میز ته کیناستل، (ان تنصرو الله ینصرکم و یثبت اقدامکم). و یومئذ یفرح المؤمنون بنصر الله.
د مسکو غونډې وښوده چې د رب وعده ریښتا شوه او د عمل جامه یې واغوسته، د افغانستان ټولې سیاسي ډلې دې ته نتیجې ته ورسیدلې چې له طالبانو سره له مذاکراتو او یوه تفاهم ته له رسیدا پرته په افغانستان کې آرامي سوکالي سوله آبادی حکومتداری یو ناشونی کار دی، امریکا او نور ګاونډی او ذیدخله هیوادونه هم ورته نتیجې ته ورسیدل، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ او د امریکایی قواو مشر هم اعلانونه وکړل چې دا جګړه ګټونکی نه لري او باید دا جګړه له طالب سره د تفاهم له لارې حل او فصل کړای شي او له دې جګړې نه نور د تل لپاره ووځي.
خو سره له دې اشرف غني او د ده حکومت چې د امریکا د حمایې لاندې جوړ شوی او پاییږي لا هم د ډاکتر نجیب په څیر په یوه او بله غونډه کې په لاپو شاپو بوخت دی او د ضدی ماشوم په څیر ضد کوي، اشرف غنی، او دفاع وزیر یې اسدالله خالد او داخله پخوانی وزیر یې امر الله صالح اوس هم له تهدید آمیزه څرګندونو لاس نه اخلی او خپل ماشومانه ضد ته دوام ورکوي، لا یې هم سر عقل ته ندی راغلی، هو بهو د نجیب په څیر دي کله چې د نجیب عقل سر ته راغی نو په داسې وخت کې یې د تیښتې هڅه وکړه چې وخت له وخته تیر و، چې بالاخره یې د ملګرو ملتو دفتر ته پناه یوړه خو دغې تیښتې ورته هیڅ ګټه ونکړه او بالآخره یې ګریوان د ملت لاس ته ورغی.
داسې معلومیږی چې د اشرف غنی او د ده د یو څو ګوتو په شمیر اوباشانو او بدمعاشانو تقدیر هم د نجیب په څیر لیکل شوی، دوی به هلته وپوهیږي چې د ملت لاسونه د دوی تر ګریوانه ورسیږي.
د مسکو غونډې ته له ملت نه نیولې تر سیاسی ګوندونو، ګاونډیو هیوادونو، ذیدخله هیوادونو او آن امریکا او نورو ابر قدرتونو پورې ټولو په یوه خوله ښه راغلاست ویلی او تاییدوي یې خو متاسفانه چې اشرف غنی او اسدالله خالد او هم امر الله صالح مثلث لا هم له خپل خره نه نه ښکته کیږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close