د مسکو غونډه او د بيلابيلو لوريو نظريات

راپورتاژ: عبدالرحمن

ټاکل شوې چې نن د سې شنبې او سبا چهارشنبې په ورځ په مسکو کې د افغان سياستوالو، سياسي ګوندونو استازو او طالبانو تر منځ د افغانستان د راتلونکې په اړه غونډه وشي.

طالب وياند پرون په يوه اعلاميه کې وويل، چې په دغه کنفرانس کې به د شيرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ د دوی لس کسيز پلاوی ګډون کوي.

د دغه کنفرانس اجندا د افغانستان د قضې په اړه پوهاوی، د دریځونو بیان او د کابل له ادارې ماسوا  له بیلابیلو افغان ډلو سره یوه تفاهم ته د لارې خلاصون ښودل شوی دی.

پرون مسکو ته د پخواني ولسمشر حامدکرزي په مشرۍ لسګونه سياستوال او دغه راز د سياسي ګوندونو استازي رسېدلي دي.

طالبان وايي، اسلامي امارت غواړي په دغه غونډه کې له مناسب فرصت څخه په سالمه استفاده خپل شرعي او اصولوي موقف بیلابیلو جهتونو ته څرګند کړي، د اشغال د خاتمې، په هیواد کې د دائمي سولې او د افغان شموله  اسلامي نظام د حاکمیت او د راتلونکي افغانستان په اړه  د اسلامي امارت پالیسي او کړنلاره توضیح کړي.

همدارنګه تيره ورځ په يوه ګډه اعلاميه کې له کابل څخه په ياد کنفرانس کې د ګډون کوونکو له خوا وويل شول، چې دوی له طالبانو سره خبرې کوي خو د نظام پایښت، د امنیتي ځواکونو دوام او ملي ګټې ورته سرې کرښې دي.

شاوخوا يوه اوونۍ مخکې راپورونه ورکړل شول چې دغه ناسته د روسيې د حکومت له لوري جوړه شوې خو په کابل کې د روسيې سفارت دغه خبرونه رد کړل په وينا يې د طالبانو او افغان سياستوالو تر منځ ګډ کنفرانس په مسکو کې د مدني ټولنو او ځايي افغان ډلو له خوا جوړ شوی دی.

په مسکو کې د افغانانو د کاري مرکز مشر غلام محمد جلال چې د غونډې له تنظيموونو څخه دی وايي، چې دغه کنفرانس د افغانانو تر منځ د خبرو لپاره د موقع برابرول دي.

د غونډې تنظيموونکي وايي، په دغه کنفرانس کې به څلوېښت افغان سياستوال او د طالبانو لس کسيز پلاوی ګډون کوي زياتوي ملمانه کوربه هېواد ته رسېدلي او په دغه غونډه کې هيڅ کوم بل هېواد استازی ګډون نه لري.

پخوانی ولسمشر کرزی او د هغه پلاوی، ولمسشري ته نوماند حنيف اتمر، محمد محقق، عطانور، یونس قانوني، اسمعيل خان، خليل کرزی، ارغنديوال، دين محمد او دغه ډول لسګونه سياستوال په ياد کنفرانس کې ګډونوال دي.

په دغه کنفرانس کې د ګډ حکومت استازي ګډون نه لري.

د ولسشمر غني سلاکار فضل محمود فضلي وويل، د مسکو ناسته پريکړه کوونکې نه ده ځکه پکې حکومتي اړخ ګډون نه کوي زياتوي يادې غونډې ته بين الافغاني مذاکراتو نوم ورکړل شوی خو داسې نه ده.

ولسشمر غني، پر دغه کنفرانس نيوکه کړې په وينا يې چې افغان حکومت پکې شامل نه وي دغه ډول ناستې د سولې بهير سره مرسته نه شي کولی.

خو اجرائيه مشر د وزيرانو شورا په غونډه کې ياد کنفرانس ته په اشارې وويل چې په مسکو کنفرانس کې له طالب استازو سره د سياسي څيرو ناسته د هغوی حق دی.

په مسکو ناسته کې تر ډيره هغه کسان له طالب استازو سره مخ کېږي چې له تير څو کلونو يې د طالبانو مخالفت او هغوی سره جګړې کړي په بله معنا له بهرنيانو پرته دا د جګړې اصلي لوري بلل کېږي چې مثبتې خبرې يې د افغانستان شخړه تر يوې اندازې حل کولای شي.

د شنونکو په باور، په دغه کنفرانس کې ښايي پر ځينو مسائلو اختلاف موجود وي خو ځينې داسې مسائل هم کیدی شي د دواړو لوريو پرې توافق راشي او د افغانستان راتلونکی په اړه مثبته نتيجه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له تيرو څو مياشتو راهيسې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت استازی زلمی خليلزاد په دې هڅه کې دی څو د افغانستان شخړې ته يوه حل لاره راوباسي او څو ځل يې له طالب استازو سره په دې اړه ناستې کړي چې د طالبانو ټينګار له هېواده د ټولو بهرنيو ځواکونو پر وتلو او امريکا وايي چې بايد د دې ډاډ ورکړل شي څو له افغانستانه امريکا ته خطر متوجه نه شي.

په عين حال کې پرون د امریکا ولسمشر يوځل بيا ټينګار وکړ چې له افغانستانه خپل ټول ځواکونه باسي خو د محدودو امريکايي سرتيرو پاتې کېدل به د استخباراتي چارو د پاتې کېدلو لپاره وي.

د ټرمپ وروستۍ هغه څرګندونې چې ځينې امریکايي سرتيري به پاتې وي له يولړ غبرګونونو سره مخ شوي دي.

پوځي شنونکی جنرال عتيق الله امرخېل او محمداګل مجاهد وايي، په افغانستان کې د محدودو امریکايي استخباراتي سرتيرو پاتې کېدل به د سولې خبرو پر وړاندې يو بل خنډ شي او د افغانستان له روان وضعيت سره به هيڅ مرسته ونه کړای شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close