د مسکو غونډه به حکومت نور هم څنډې ته کړي

 

سرلیکنه

د تاریخ په اوږدو کې که شخړې او جګړې هر څومره اوږدې شوي خو بالآخره حق او حقانیت تل پر باطل برلاسی موندلی زمونږ د هیواد د قضیې روان وضعیت هم ښیې چې حق ورو ورو د برلاسی د درشل پر لورې درومي او باطل کرار کرار څنډې او حاشیې ته کیږي او د پناه او نابودۍ خواته درومي، د الله لارښونه هم ده چې (و یحق الله الحق و یبطل الباطل و لو کره المجرمون)
د دوحې په غونډه کې د طالبانو او امریکایانو تر مینځ غونډه په داسې حال کې ترسره شوه چې امریکا د طالبانو هر ډول اجندا ومله او طالبانو د امریکا یو ډول فرمایش او اجندا هم ونه منله د هیواد ګاونډیو او ذیدخله هیوادونو هم پکې ونډه واخیسته خو د اشرف غني ادارې ته د طالبانو په غوښتنه د ګډون اجازه ورنکړای شوه او لکه د روژه ماتې پر مهال چې ماشومان د روژه ماتې له خونې بهر ایسارول کیږي همدغسې ایسار کړای شول، دا قدم د اشرف غني د کاواکه ادارې پر سر یو دروند ګوزار و او نړیوالو ته ثابته شوه چې دا اداره د خلکو ممثله اداره نه بلکې یوه تپل شوې یوه داسې اداره ده چې نقاب یې له مخ پریوت.
دادی په دوهم قدم کې یو ځل بیا سبا سه شنبه او چارشنبه په مسکو کې یوه ستره بین الافغانی غونډه جوړیدونکې ده چې پر پخوانی ولسمشر حامد کرزی، اوسنی کاندید حنیف اتمر او عطامحمد نور برسیره زیاتره سیاسی مشران او د طالبانو استازی به پکې ګډون کوي او د افغانستان د راتلونکی ولسي ممثل او غښتلی حکومت د جوړولو په هکله به پکې خبرې بحث او د نظر تبادلې صورت نیسي، څو وکولای شي د افغانستان د ویاړلی او لرغوني هیواد افتخارات وساتل شي او قیضه شوی هیواد د ښکیلاکګرو او د هغوی د لاسپوڅو له قیضې نه خلاص او د ظالمانه جنګ له لمبو نور وژغورل شي او د یوه بین الافغاني تفاهم په نتیجه کې د ټولو افغانانو تر مینځ یو ګډ داسې حکومت په روڼتیا سره رامینځته کړي چې د ټولو هیوادوالو حقوق او عزت پکې خوندي وي او د لاسپوڅو سره د کړو جنایتونو حساب او کتاب وکړای شي، او لاسپوڅي دې ته واداره کړای شي څو د ښار د بدمعاشو ناپوهه هلکانو په څیر نور له باټو وهلو تیر شي او حقانیت ته سر ټیټ کړي کنه نو د نجیب په څیر به یې د دار تخته په انتظار کې وي.
ښکیلاکګر باید نور د ښکیلاک لپاره بهانې ونشي لرلای او په زر ترزره له هیواده پښې سپکې کړي چې ټرمپ دې کار ته شیبې شماري.
دولت دې نور په دې پوه شي چې لکه څنګه چې پخوا یې هم مشروعیت نه درلود همدغه راز د امریکا له وتلو، او د بین الافغاني تفاهم په رامنیځته کیدو یې نور د مشروعیت شعارونه بیخی پیکه او ناچله دي، نو ښه به دا وي چی نور له تعقل نه کار واخلي، او د هیواد سالمیت دې نور په خطر کې نه اچوي او نه دې یې ارضي تمامیت ته زیان رسوي او نه دې هم خپله راتلونکې له خطر سره مخ کوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close