د مسکو غونډه: تر امریکا وروسته افغان حکومت په کې د نه ګډون پریکړه کړې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۳۱)

وروسته تر هغه چې امریکا د مسکو په غونډه کې له ګډون څخه ډډه وکړه ، افغان حکومت هم په یاده غونډه کې د خپل ګډون اوازې رد کړې او له کوم واضح دلیل پرته یې ویلي چې نه غواړي په یاده غونډه کې ګډون وکړي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت الله احمدي وایي “په ځانګړي ډول د سولې بهیر باید د افغانستان او ملی یووالي د حکومت تر مشرۍ لاندې وي، د مسکو په ناسته کې ټاکل شوې ، چې مونږ ګډون ونه کړو“
د یادونې وړ ده چې روسیې له وړاندې ویلي وو، چې د غونډې مشری به روسیه او افغان حکومت په ګډه کوي، خو واشنګټن په دې پلمه چې ولې د غونډې مشرتابه پوره د افغان حکومت به واک کې ورنه کړل شوه، له ګډون څخه ډډه کړې.
روسیې ویلي، امریکا غوښتل په یاده غونډه کې دوی هم د مشرتابه رول ولري خو دا امتیاز ور نه کړل شو، نو هغوی هم له ګډون څخه ډډه کړې.

یو شمیر سرچینو رسنیو ته ویلي ، افغان حکومت د امریکایي چارواکو په غوښتنه په یاده غونډه کې له ګډون کولو ډډه کړې ، تر څو د یادې غونډې مشروعیت ختم او د سولې په برخه کې د دریمګړي هیواد هڅې شنډې کړي .

د روسیې دبهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، مسکو په غونډه کي د واشنګټن نه برخه اخیستل دا ښيي چي واشنګټن په افغانستان کي د سولي له پروسې سره هیڅ علاقه نه لري. “موږ په ډیره خواشنۍ سره خبر تر لاسه کړ چي متحده ایالات به د مسکو په غونډه کي برخه وا نه خلي. د واشنګټن دا منفي دریځ حیرانونکی نه دئ“
د یادونې وړ ده چې دا غونډه به د روان کال د سپټمبر د میاشتې پر څلورمه نیټه به مسکو کې د ۱۱ هیوادونو او طالب استاز په ګډون ترسره شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close