د مسکو غوڼده او مطبوعات:

احمد فقیري

د تاس خبري اژانس د اګسټ پر ۲۲ مه لیکي د روسیې د خارجه وزارت یوه اعلامیه وايي،«د مسکو په کانفرانس کي د واشنګټن نه ګډون د افغانستان د سولي په هلکه د واشنګټن ریاکاري او منافقت ښيي.» روسیه وايي دا د خواشنۍ ځای دئ چي متحده ایالات به د مسکو په فورمټ کي برخه وا نه خلي. روسیه الزام لګوي چي د واشنګټن نه ګډون دا هم ښيي چي امریکا په افغانستان د روغي جوړي سره هیڅ علاقه نه لري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي د واشنګټن تصمیم موږ حیرانونکی نه دئ، ځکه تېر ځل هم واشنګټن خپل استازي د روسیې غونډي ته نه ول استولي.«دا کرت واشنګټن یوه عجبه پلمه وکړه. امریکا وايي نیت نه لري چي په داسي فورمټ کي برخه واخلي چي د افغانانو تر مشرۍ لاندي نه وي. د واشنګټن د دې اظهاراتو تناقض په دې کي دئ چي دا غونډه به د روسیې او افغان حکومت تر مشرۍ لاندي کېږي. او واشنګټن پدې پوره واقف دئ. واقعیت دا دئ چي امریکایان فقط په هغه کانفرانس کي برخه اخلي چي مشرتوب ئې یوازي او یوازي د دوی وي، او فقط د متحده ایالاتو ګټي خوندي کوي.»

رویټز: مسکو پر واشنګټن باندي سخت انتقادونه کوي

د روسیې خارجه وزارت د اګسټ پر ۲۲ مه په یوې اعلامیې کي ویلي دي«د مسکو په غونډه کي د واشنګټن نه برخه اخیستل دا ښيي چي واشنګټن په افغانستان کي د سولي له پروسې سره هیڅ علاقه نه لري. موږ په ډیره خواشنۍ سره خبر تر لاسه کړ چي متحده ایالات به د مسکو په غونډه کي برخه وا نه خلي. د واشنګټن دا منفي دریځ حیرانونکی نه دئ.»

روسان وايي چي د یوولسو (۱۱) نورو ملکونو په شمول ئې واشنګټن ته هم د ګډون بلنه ورکړې وه. د روسیې خارجه وزارت په مسکو کي د افغان سفیر عبدالقیوم کوچي هغه څرګندوني «بابېزه اوازې» وبللې چي وايي مسکو غواړي چي طالبان د داعش پر ضد وکاروي. د روسیې د خارجه ورازت اعلامیه وايي،«د ښاغلي کوچي دا خبري په افغانستان کي د روسیې د پالیسۍ معنی او مفهوم کاملا تحریفوي.»

ښاغلي لافروف ویلي دي زه اصلا دا نه سم درکولای چي روسیه به څرنګه طالبان د داعش پر خلاف وکاروي. ځکه موږ د داعش سره پخپل ټول طاقت مجادله کوو. موږ په سوریې او عراق کي د داعش پر ضد جنګېږو. او طبعا موږ غواړو چي افغانان داعش محوه او تباه کړي.

ګارډین: طالبان د مسکو په غونډه کي اشتراک کوي

اخبار د اګسټ ۲۱ مه لیکي که څه هم د روسیې جمهورریس پوتین د امریکا لخوا د افغانستان د اشغال ملاتړ وکړ، خو پدې وروسیتو کي واشنګټن پر مسکو باندي الزام لګوي چي د طالبانو سره مرسته کوي او هغوی ته وسلې ورکوي. خو مسکو وايي چي د طالبانو سره د امنیتي ملحوضاتو په خاطر تماس ساتي. ځکه مسکو ډارېږي چي داعش او نور افراطي ډلي به د افغانستان له خاوري څخه استفاده وکړي، او د روسیې جنوبي سرحدات به تهدید کړي.
#DPolPost

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close