د مسکو غوڼډه د چا د سیاست ګټه او د چا تاوان ؟

لیکنه : محمد الفاتح

په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه کانفرانس او په دې کانفرانس کې د امریکا او ګډ حکومت د نه ګډون پرېکړه پدې معنا ده چې نور په افغانستان کې د امریکا د اشغال او جګړې په اړه مخکینۍ نړیواله اجماع ماته شوې ده او نور د امریکایانو له لوري د دې جګړې د دوام په یوه خوله نړیوال ملاتړ نشته ؛ خو دا چې ولې د دې جګړې د ملاتړ په اړه نړیواله اجماع ماته شوه او علت يې څه وو ؟ هغه پوښتنه ده چې د ډيرو په ذهن کې را ګرځي .
د چارو د شننکو له آنده په اوکراین او منځني ختيځ کې د روانو شخړو او ځينې نورو دوه اړخیزو او نړیوالو موضوعاتو باندې د روسيې او امریکا د اختلافاتو تر څنګ د دې اجماع د ماتېدو لوی بل علت د طالبانو هغه سیاست ؤ ، چې په مټ يې وکولای شول چې امریکا منځوي او تجرید کړي او ډير هغه هیوادونه چې د امریکا ملاتړ يې کاوو د امریکا له ملاتړ څخه په یو نه یو ډول په لاس اخیستلو قانع کړي او یا يې کم تر کمه پدې قانع چې د دوی حرکت يې امنیت ته ګواښ ندی او هغه تصویر چې امریکا د خپلې تبلیغاتي دستګاه په مټ نړۍ ته وړاندې کاوو او نړۍ يې له طالبانو څخه ویروله پخپل قولي سیاست له منځه یوسي او خپل مثبت تصویر وړاندې کړي .
د طالبانو د تجرید سیاست هغه سیاست ده چې رسول الله (صلی الله عليه وسلم ) هم په مدینه منوره کې د مکې د مشرکانو په ضد ترې کار اخیستی ؤ او د هغوی له ملاتړ څخه يې ډيرې قبيلې را ګرځولې وې . طالبانو له ډير صبر او حکمت څخه کار واخیست ، د امریکا او حکومت هیڅ پارونکي ګام را ونه پارول او په احساساتي شکل يې عمل کولو ته مجبور نه کړل.
له بله پلوه د ګډ حکومت چارواکي او سیاسیون په وړو وړو خبرو تل د احساساتو ښکار وي ، کله پخپل منځ کې او کله د سیمې له هیوادو سره او دې احساساتيتوب يې هم په داخلي خپلمنځي اړیکو کې او هم په سیمه ییزو او نړیوالو اړیکو کې له زیاتې بې باورۍ سره مخامخ کړي دي .
نو یادو حقیقتونو ته په پام سره ویلای شو چې د مسکو غونډه ، په دې غونډه کې د سیمې او نړۍ د مهمو هیوادونو ګډون او په لومړي ځل داسې یوې غوڼډې ته د طالبانو بلل کیدل د طالبانو د سیاست چې د دښمنانو د تجرید سیاست هم ورته ویلای شو ثمره او ګټه او د ګډ حکومت د احساساتي او پرديپال سیاست تاوان او نتیجه ده ، چې طالبانو ته به په زیاته سیاسي ګټه او امریکا او ګډ حکومت ته په زیات سیاسي تاوان تمام شي .

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close