د مسکو ناسته او د کابل تکلیف

نعمان لطیف

دکابل روبوټان مسکو کې دسولې په پار جوړېدونکې غونډه کې برخه نه اخلي. دوی وایي دمسکو غونډه کې ځکه ګډون نه کوي چې مشري یې د افغانانو په لاسونو کې نه ده، دسولې لپاره هره داېرېدونکې غونډه چې مشري یې دنورو په لاسونو کې وي، سوله نشي راوستلی مګر کابل تر هغې وروسته دمسکو غونډه تحریم کړه کله چې امریکایانو په یاده غونډه کې له ګډون انکار وکړ.

هېښونکې داده چې افغانستان کې جګړه دنړیوال ائتلاف او ترهګرو! تر مابین ګڼل کیږي او چې کله خبره د سولې شي، دې خلکو ته بیا بین الافغاني لاسونه وریاد شي.

دجکارتا او جدې دکانفرانسونو پر مهال چې فرمایش او پلان یې دصلیبي جنرال نیکولسن ؤ، ولې ټولې خولې مهرلاک وې، او د افغاني لاسونو یادؤنه نه کېدله؟

کله چې کابل د سولې لپاره بین الافغاني لاسونه ضرور بولي؛ بمبار، وژنې، نړؤنې، او زندان ته اچؤنې ولې دخارجیانو په لاسونو او فرمایشونو ترسره کیږي؟

تعجب نه دی چې دجګړې ستراتېژي او طرحه له واشنګټن اعلانیږي، دجګړې قومندانان په پنټاګان او بروکسل کې ټاکلی کیږي خو د سولې لپاره مهم شرط افغاني لاسونه دي؟

سمه ده چې کامله سوله هله ممکنه ده چې ټول افغاني اړخونه په باور کې واخیستل شي او ټول په ګډه یو تفاهم ته ورسیږي، مګر دا هغه مهال کله چې د مطرحو افغاني اړخونو له اوږو خارجي جغونه ایسته شي.

دمسکو له ناستې تېښته دکابل مجبوریت دی، ځکه چې د ارګ مېشتو پر اوږه پردی جغ پروت دی.

کابل لا هم غواړي دسیمې او ګاونډیو هېوادونو سره بې باوره واوسي ترڅو په افغانستان کې د امریکایانو دائمې حضور ته زمینه برابره وي. دتعجب ځای دادی چې د سولې لپاره مذاکرات که په هر فورم ترسره کیږی، څوک څه نه وایی اما کله چې دمسکو له خوا دسولې غږ پورته کیږي بیا غوغا جوړه شي.

طالبانو دسنګر ترڅنګ دفتر ته هم توجو ورکړه او پخپله کامیابه ډیپلوماسۍ یې وکولای شول چې افغان جګړه دترهګرۍ له کټګورۍ وکاږي او برحق مقاومت یې ثابت کړي، هممهاله وتوانېدل ګاونډیانو ته هم ډاډ ورکړي چې طالبان و هیچا ته ګواښ نه دی، او نه چاته اجازه ورکوي چې خاوره یې دګاونډیانو خلاف استعمال شي.

طالبان چې اوس په هر ډګر کې برېمن روان دي، او دنړۍ هېوادونه یې تدریجاً په رسمیت مني؛ دکابل او واشنګټن په کولمو کې د درد نکته همدا ده، د افغاني لاسونو او څېرو خبرې یې دتېښتې پلمه ده.

اندونیزیا ته د اندونیزیا دچارواکو په غوښتنه دطالب پلاوي سفر ثابته کړه چې د اندونیزیا کانفرانس تحمیلي ؤ، او اندونیزیایی چارواکو دطالب پلاوي په ورغوښتلو طالب په رسمیت ومانه او په ضمن کې یې غیر رسمي معذرت هم ترې وغوښت، همچنان ازبکستان طالبان په رسمیت ومنل او دسیمي هغه هېوادونه چې له طالبانو یې ډار درلود.

دمسکو ناسته کې د افغانستان دخرڅون سودا نه کیږي، نه کوم امنیتي تړون تړل کیږي او نه کوم چاته تېر هېرېږي یا بښل کیږي؛ مسکو کې دسولې د اعادې په پار دسیمي هېوادونه کښیني، او له افغان خاورې دجګړې دختمولو لپاره چې ټوله منطقه یې متاثره کړې ده ګډه ناسته کیږي. طالبان یې هم ورغوښتي دي او دکابل روبوټان هم، خو کابل چې لا هم په پرېکړو کې بلواک دی او تر ملي ارزښتونو امریکایي ارزښتونو ته زیات ژمن دی، د سولې هره رښتینې هڅه ضایع کوي او تورونه پرې لګوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close