د مسکو ناسته د طالبانو سياسي بريا او د حکومت کمزوری دريځ

راپورتاژ: الماس خدرخېل

د تيرې جمعې په ورځ د نومبر په لسمه د روسيې په پلازمينه مسکو کې د افغان سولې په تړاو غونډه وشوه چې د طالب استازو تر څنګ پکې د سيمه ييزو هېوادونو استازو او سولې عالي شورا پلاوي هم ګډون درلود.

که څه هم امريکا او افغان حکومت ډيره هڅه وکړه چې دغه غونډه ترسره نه شي خو امريکا او حکومت له هڅو سره سره بيا هم په مسکو کې داسې غونډه جوړه شوه چې د طالبانو جګپوړي پلاوي پکې ګډون وکړ او خپلې غوښتنې او وړانديزونه يې ډيرې څرګندې اعلان کړې.

دغه غونډه چې د افغان سولې په اړه پکې بحث وشو طالبانو په بار بار په خپلو غوښتنو کې وويل چې هغه وخت افغانستان کې سوله راتلای شي چې بهرني ځواکونه له هېواده ووځي او د روانې جګړې په اړه يې وويل چې: (جنګ د افغانستان په اسلامي امارت او افغان ولس تپل شوی؛ ځکه چې هیواد یې اشغال شوی، او اشغالګرو یو اسلامي خپلواک نظام له منځه وړی دی)

طالبانو په خپلو خبرو کې زياته کړه، مخکې له دې چې د سولې خبرې پیل شي، باید ځینې مقدماتي ګامونه پورته شي، چې هغه د سولې لپاره ضروري دي او د اعتماد سازۍ برخه ده لکه (تور ليست ختمول) ځکه په وينا يې د سولې پروسه او تورلیست دوه متضاد مفاهیم دي، چې یو له بل سره اړخ نه لګوي.

همدارنګه (د بندیانو آزادول) چې  د مجاهدینو او د بې ګناه افغانانو نیول او زندانونو ته اچول د سولې ضد عمل دی.

دغه راز (په رسمي توګه د دفتر پرانیستل) چې  د خبرو لپاره ځای او د ارتباط محل چې د دفتر په شکل کې وي د سولې لپاره ضرورت دی او (د افغانستان اسلامي امارت په خلاف زهرجن تبلیغات بندول) چې په وينا يې ټولو ته جوته ده چې د اشغالګرو په ملاتړ د افغانستان اسلامي امارت خلاف پراخه زهرجن تبلیغات کیږي، په اسلامي امارت پورې بې بنیاده تورونه پورې کیږي ، چې دا په خپله د سولې د پرمختګ مانع ګرځي.

طالبانو وويل، په افغانستان کې سوله او بهرنيو ځواکونو وتل یو له بل سره تړلي دي نو په وينا يې د ريښتينې سولې لپاره بايد د ولس ارادې ته غاړه کېښودل شي او (اشغال پای ته ورسول شي) ځکه په وينا يې د بهرنيانو وتل د سولې لپاره عملي زمينه برابروي خو زياتوي چې سوله په افغانستان کې د يوه تکتيک په توګه کارول شوې چې دا د اولس په سترګو کې د خاورو اچولو په معنا دي.

طالبانو په غونډه کې د خپلو خبرو په دوام وويل چې د سولې پروسه تضمین ته اړتیا لري؛ ځکه د دې پرته د سولې د توافقاتو مادې په سمه توګه نشي پلې کیدای، لهذا ملګري ملتونه،‌ لوی قوتونه، داسلامي کنفرانس غړي او تسهیلاتو برابروونکي هیوادونه باید د توافقاتو د عملي کیدو تضمین وکړي.

طالبان وايي، اساسي قانون د هر هېواد بنيادي اړتيا ده خو زياتوي افغانستان کې موجوده اساسي قانون ځکه د اعتبار وړ نه دی چې د غرب څخه کاپي شوی په زوره په افغانانو تپل شوی، مواد يې په خپلو کې په ټکر کې دي، نه د افغانانو په ګټه دی او نه عملي کیدای شي ځکه په ينا يې د کابل ادارې د چارواکو له خوا مات شوی او اوسنی حکومت د اساسي قانون خلاف دی نو ځکه (اوسنی اساسي قانون په فعلي بڼه د سولې په وړاندې یو لوی خنډ دی.)

طالبانو د سولې او مذاکراتو په اړه وويل چې هر وخت د (اشغالګرو) له خوا تکراريږي خو په وينا يې په عملي ډول هر وخت د سولې د خبرو په ځای په سلګونو ځمکني او هوایي بریدونه ترسره کیږي او ددې لپاره د امریکې وروستۍ تګلاره یو ښه او روښانه دلیل دی، ددې پر ځای چې د سولې لپاره عملي ګامونه پورته کړي، د افغان ولس ارادې ته غاړه کیږدي اشغال پای ته ورسوي، بر عکس نور عسکر یې راولیږل او د افغان ولس د هر ډول ځورولو او وژلو بي قیده اختیارات یې ور کړل.

طالبانو په دغه غونډه کې د تير کوچني اختر درې ورځنی اوربند، د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کول، د مخدره موادو د قاچاق او کښت مخنیوی، د ملکي تلفاتو مخنیوي، بشري مرستو، د ښځو حقوقو او صحت په اړه هم معلومات ورکړل.

طالبانو وويل، چې د دوی ځواکونو داعش ډله ډېر ځله تر بريد لاندې راوستې، خو افغان او بهرنيو ځواكونو د دوى پر ليكو بمباري كړې او داعشيان يې ترې ژغورلي دي. طالبانو داعش د امريكا او افغان حكومت ګډه پروژه وبلله.

د شنونکو په باور، په يوه نړيوال كنفرانس كې د طالبانو د مشرانو ګډون او دغسې څرګندونې چې هغه تر دې وړاندې له نورو خولو هم تكرار شوې وي، يو خاص ارزښت لري.

د مشرانو جرګې غړو یاده غونډه د افغان سولې په برخه کې مهمه او یو مثبت اقدام وباله خو پر حکومت يې نيوکه وکړه چې باید د سولې عالي شورا غړو پر ځای یې د بهرنیو چارو وزارت یو دیپلوماتیک پلاوی لېږلی وای.
د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلیمار او د دې جرګې نورو غړو ګل احمد اعظمي او غیرت بهیر وویل، چې د طالب پلاوي په پرتله د سولې عالي شورا پلاوي دریځ کمزوری واو د عالي شورا په پرتله، طالبانو د مسکو له غونډې زیاته استفاده وکړه.

دغه رز د ولسي جرګې منشي عرفان الله عرفان د مسکو ناستې په سبا ورځ وويل چې طالب دیپلوماتانو وکولی شول په خپل قوي استدلال او وینا سره د رسنیو پام ځانته راواړوي، هغه څه چې د سولې عالي شورا پلاوي ونه شو کولای.

له بله پلوه په اسلام اباد کې د افغانستان پخواني سفير ملاعبدالسلام ضعيف او نورو سیاستوالو د مسکو غونډه ګټوره وبلله په وينا يې کوم واټن چې په سياسي لحاظ د افغان حکومت او طالبانو تر منځ موجود و رالنډ شوی دی.

د ضعيف په وينا، د موافقې لپاره درې شيان مهم دي چې لومړی د امريکا د وتلو پروسه یقيني کول، دوهم افغان حکومت سره د طالبانو د سولې موافقه د هېواد د ثبات په مانا ګڼل، درېيم په اقتصادي لحاظ په پښو د افغانستان تضمينول.

د يادونې ده، چې د مسکو له ناستې وروسته د امریکا د بهرنيو چارو وزارت د سولې ځانګړی استازی زلمی خليلزاد يوځل بيا افغانستان ته راغلی او تيره ورځ راپورونه ورکول شول چې نوموړی به د روسيې په ګډون سيمه ييزو هېوادونو ته د سولې اړوند بيا سفرونه وکړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close