د مسکو ناستې په تړاو له لیکوال او شنونکي نظرمحمد مطمئن سره د کابل.کام مرکه

قدرمن مطمئن صاحب ښه راغلاست

کابل.کام:د لومړۍ پوښتنې په توګه، ولې د مسکو ناسته تر سره شوه،  آیا د ګوندونو د هغې پریکړې نتیجه وه چې له طالبانو سره یې د مخامخ ناستې لپاره د چمتووالي شین څراغ ورکړی و، که د حکومت د سولې له طرحې نا امیدي؟

مطمئن: له ډیره وخته د افغانستان داخل کې ځینو سیاسي ډلو د داسې یوې غونډې جوړیدل غوښتل  ، ځکه له شک پرته د اکثرو او حتیٰ ټولو سیاسي ډلو نمایندګان په تیرو څو کلونو کې له طالبانو سره په اړیکه کې وو، او هغوی ورسره ناستې پاستې درلودې او د دواړو خواوو تر منځ پیغامونه تبادله کیدل.
دا چې دا ځل ناسته وشوه ، نو له دواړو خواوو لیوالتیا زیاته وه؛پر طالبانو دا نیوکه وه چې ولې له افغانانو سره ناسته نه کوي، او بل خوا افغان سیاستوالو چې ولیدل، امریکایان له طالبانو سره خبرې کوي؛ یوډل یې ځانونه ګوښه وبلل، غوښتل یې چې له طالبانو سره مذاکراتو کې برخه واخلي.
نو سړی ویلای شي چې دواړو طرفونه د دغې ناستې لپاره لیواله وو

کابل.کام: ارګ ولې د مسکو بین الافغاني مذاکراتو مخالفت وکړ، حیثیت یې له پوښتنې سره مخ شو،  که د طالبانو د استقلال او داعیې د جذب خطره وه؟

مطمئن:حکومت ځکه له دغه ډول مذاکراتو سره لیوالتیا نه درلوده،  چې لا هم ځینې چارواکي کوښښ کوي ، ترڅو په واک کې پاتې شي.همدارنګه د دوی داعیه او غوښتنه دا ده چې د افغان حکومت په مشري او مالکیت دې خبرې وشي.
برعکس که فرض کړو   همدغسې یوه داعیه طالبانو کې هم شتون ولري چې باید  د هغوی په مشرۍ  دا خبرې وړاندې یووړل شي، نو دا دواړه هغه غوښتنې دي چې تر ډیره عملي نه بریښي،ښه به دا وي چې افغان حکومت هم په دغسې خبرو کې د خبرو یو جز  وای او په خبرو کې یې ونډه اخیستې وای.
تمه ده چې افغان حکومت په راتلونکو ناستو کې د ګډونوالو د یو جز په صفت لکه نور سیاسي ډلې چې برخه اخلي؛ دوی هم په کې ونډه ولري.

کابل.کام: کوم مثبت ټکي وو، چې د مسکو له غونډې مو تر لاسه کړل آیا د یوه سولییز حل لپاره ښه زیری په کې نغښتی وو؟

مطمئن: ډیر مثبت ټکي وو، لومړی دا چې دا اول وار وو چې تر ۱۷ کلنې جګړې وروسته په دومره لوړه کچه افغان سیاستوال او طالبان مخامخ خبرې کوي، یوځای کیږي؛  دا په خپل ذات کې لویه لاسته راوړنه وه.
دوهمه مهمه خبره داوه چې ټولو لوریو چې په دغه ناسته کې یې ګډون کړی وو، هغوی د راتلونکي په تړاو مثبت فکر کاوو.
بل داوو چې تر غونډې وړاندې او وروسته یو شمیر ځانګړې ناستې وشوې،  چې دا هم یو مثبت پرمختګ وو.
او دغه راز په ټوله دوه ورځنۍ غونډه کې هیڅ ډول لفظي شخړه او  منفي الفاظ د هیچا له خوا نه دي کارول شوي، چې دا یو بل پرمختګ وو.
همدارنګه پریکړه لیک چې زیات مهم و او نهه موارد یې،  چې پر پنځو یې توافق او پر څلورو نورو یې ټینګار شوی وو، دا هغه  څه وو چې دا غونډه یې لا قوي کړه او له غونډې وروسته هم دواړه لوري چې غونډه کې یې ګډون کړی وو، له یادې ناستې  خوښ و او پر تداوم یې ټینګار کاوو

کابل.کام:د مسکو تر غونډې وروسته د افغان سیاستوالو او طالبانو تر منځ د بې باورۍ فضا څومره له منځه تللې او له راتلونکو غونډو څخه څه هیله لری؟

مطمئن: د مسکو له غونډې وروسته زه فکر کوم هغه سیاستوال چې هلته یې ګډون درلود،  هغوی یو ډول راضي ښکاریدل، د میرمنو په شمول باندې..
همداراز په کوردننه هم ډیرسیاستوال هڅه کوي او له دې وروسته به وغواړي چې په دغسې ناستو کې ګډون ولري.
زما په آند باید چې دغه ناستې دوام پیداکړي او بالاخره د حکومت کسان هم د ګډونوالو په صفت هلته ورشي امید شته چې مونږ سولې ته ورسیږو.
مننه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close