د مسکو ناسـتې برخه لیک بیا هم ګونګ پاتې دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲)

د مسکو ناستې په تړاو چې د طالبانو د شتون له امله لومړی امریکایانو او بیا حکومت په کې خپل ورتګ لغوه کړ ، اوس یې پر څرنګوالي یوځل بیا جنجالونه راپاریدلي.

د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري وایي، افغان حکومت له روسي چارواکو سره په دې تړاو ټولې لانجمنې خبرې سپـینې کړې او هغه اختلافات چې د یادې ناستې په تړاو موجود و،حل شوي ـ د نوموړي په خبره؛ ټاکل شوې ترڅو دا ناسته تر راتلونکو دو اونیو کې دایره شي.
خو د بهرنیو چارو وزارت بیا دا خبرې ردوي او زیاتوي چې له روسانو سره یې د غونډې په څرنګوالي لا هم اختلافات موجود دي.

د یاد وزارت ویاند صبغت احمـدي وایي، لا هم د غونډې په څرنګوالي،د بحث پر اجنډا او د وخت پر مهالوبش ځینې اختلافات پاتې دي چې باید حل لاره ورته ولټول شي.
حکومتي سرچینې بیا وایي، د اختلاف اصلي منبع په یاده غونډه کې د طالبانو د رابللو موضوع ده، امریکایان غواړي چې طالبان نباید دا ډول نړیوالو غونډو ته ور وبلل شي ځکه د دوی په وینا، د طالبانو شـتون په دې ډول غونډو کې د ګډحکومت مشروعیت ته صدمه رسوي او د یوه رسمي ادرس په توګه یې راڅرګندوي، چې امریکا+افغان متحدین یې دا نه شي منلی.
د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي وایي؛ که امریکا طالبان د افغانستان د  رسمي آستازو په توګه ومني، د ټولو نړیوالو اصولو له مخې به د تیرې ۱۷ کلنې جګړې د خساراتو او قربانیو چې د یو بشپړ ملت د تسخیر لپاره یې کړې، لوړه بیه پرې کوي، چې له همـدې امله هغوی له دې سوژې څخه د تیښتې په موخه یو بې واکه حکومت طالبانو ته په مخ کې ورکړی دی چې باید جوړجاړی ورسره وکړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close