د مسکو کانفرانس او خارجي میډیا

واحد فقیري

ورځني سیاسي نوټونه (۲۶۳)

واشنګټن پوست د نومبر پر ۹ لیکي مسکو یو کرت بیا غواړي چي په «ستره لوبه» کي ور داخل سي. د روسیې خارجه وزیر لاوروف پخپله افتتاحه وینا کي‌ وویل،«روسیه غواړي چي د افغانستان ارضي تمامیت وساتي، او یو داسي افغانستان وویني چي هلته ګرده ساکن اقوام په امن او خوشحالي کي ژوند سره وکړي.» هغه زیاته کړه،«روسیې دا غونډه سمبال کړې ده، او غواړي چي د افغانستان په سوله کي رغنده نقش ولري.»

واشنګټن پوسټ لیکي دا مجلس د مسکو په یوه هوټل کي وسو. او د کانفرانس فضا دوستانه، خوشحاله،‌ او د جشن غوندي ښکارېده. استازو یو بل په غېږ کي سره نیول. یو بل ته ئې سترګګ واهه. طالبانو شینې چاي څیښلې، او کوربه کافي څیښله.

طالبانو پخپلې اعلامیې کي ویلي دي چي پدې غونډه کي به خپلي غوښتني د سولي لپاره بیان کړي، او د امریکايي قواوو له حضور سره به خپل مخالفت اعلام کړي.

اخبار لیکي دا چي مسکو وکړای سول چي د افغان د لانجې دواړي خواووي سره یو ځای کړي، دا د کرملین لپاره یو ستر موفقیت دئ، او دا هم ښيي چي مسکو غواړي په جهاني سویه یو ځل بیا تبارز وکړي.

واشنګټن پوست لیکي طالبانو پدې وروستیو وختونو کي د متحده ایالاتو، ترکیې، سعودي عربستان، ایران، او نورو ملکونو سره خبري کړي دي،‌خو عموما دا تماسونه پټ او مخفي وي.

وال سټریټ ژورنال د نومبر پر ۹ لیکي چي مسکو پدې وتوانېد چي د افغانستان د سولي لپاره د طالبانو استازي، د کابل د حکومت نماینده ګان، او د اوو نورو ملکونو دپلوماتان سره راغونډ کړي، او پدې ترتیب خپل سیمه ایز طاقت او نفوذ وښيي.

په مسکو کي د جمعې د ورځي غونډه به ستر لاسته راوړني و نه لري،‌ خو پدې بین المللي کانفرانس کي د طالبانو ګډون د هغوی لپاره یو ستر دپلوماتیک بری دئ. او دا داسي ناستي به هغوی ته د دې موقع ورکړي چي په نظامي ډګرونو کي خپل موجوده موفقیتونه په دپلوماتیکو کانفرانسو کي ولوشي.

مسکو ټایمز: روسیې د افغانستان په مورد کي واشنګټن چنلنج کړ

مسکو ټایمز د نومبر پر ۹ لیکي د افغانستان د سولي په باره کي د مسکو فورمټ کانفرانس به د امریکا او روسیې تر مینځ کشمکش لا زیات کړي. ځکه پدې وروستیو کي امریکا هم د افغان د سولي لپاره خپل کوښښونه ډیر کړي دي.

د مسکو په کانفرانس کي د روسیې خارجه وزیر پخپلي افتتاحیې وینا کي وویل،«روسیه غواړي چي د افغانستان ۱۷ کلن جنګ ختم کړي. پدې کانفرانس کي د افغانستان د کشالې د دوو مهمو اړخونو حضور به د افغان حکومت او طالبانو تر مینځ مخامخ خبرو ته لاره پرانزي.»

اخبار لیکي چي روسیه د طالبانو لدې غوښتني حمایت کوي چي وايي امریکايي قواووي دي له افغانستانه ووځي. یو روسی سیاسي مبصر، رسلان محمدوف، وايي،«روسانو له امریکایانو څخه د افغانستان اجنډا غلا کړه. روسیې دا وښوده چي کولای سي د افغانستان د مصالحې په برخه کي عملي ګامونه واخلي.»

______________

واحد فقیري په کال ۱۹۶۲ کي په کندهار کي زېږېدلی دی. په کال ۱۹۸۰ کې د کندهار د احمد شاه بابا له لېسې څخه فارغ شوی دی. عالي تحصیلات یې په متحده ایالاتو کي کړي دي، او د امریکن پوهنتون او جورج مېسن پوهنتون څخه په سیاسي علومو کي درې ډیګرۍ لري. څو کاله یې د امریکا ږغ سره د خبریال په توګه کار کړی دی. څو کاله یې د پښتو د ژبي په برخه کي استادي کړې ده. درې کتابونه یې په پښتو ترجمه کړي دي. اوس د څو راډیوګانو او تیلویزیونو سره د سیاسي مبصر په توګه همکاري کوي. او وخت نا وخت یې سیاسي تبصرې د افغانانو په مختلفو ویب سایټونو کي خپرېږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close