د مسکو کنفرانس کې د طالبانو او افغان سياستوالو د ګډون کوونکو نومونه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۱۵)

په کابل کې د روسيې سفارت وايي، په مسکو کې د افغان سياستوالو او طالبانو تر منځ غونډه چې په مسکو کې د ميشتو افغانانو ټولنې له خوا ترتيب شوې سبا سې شنبه د فبروري په پنځمه پيل کېږي.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد په يوه اعلاميه کې ويلي،په دغه کنفرانس کې د سياسي دفتر د پخواني مشر شير محمد عباس ستانکزي په مشرۍ د لسيز کسيز پلاوي د ګډون کولو خبر ورکړی خو د هغوی نومونه يې نه دي په ډاګه کړي.

د مجاهد په خبره،د کنفرانس اجنډا د افغانستان د قضيې په اړه پوهاوی، د دريځونو څرګندول او د (کابل له ادارې) پرته له بيلابيلو افغان ډلو او سياستوالو سره تفاهم ته رسېدل دي.

نوموړی زياتوي، په دغه کنفرانس کې به طالبان خپل شرعي موقف څرګند، د اشغال د خاتمې، د دايمي سولې او د افغان شموله اسلامي نظام د حاکميت او د راتلونکي په اړه د (اسلامي امارت) پاليسي او تګلاره روښانه کړي.

که څه هم طالبانو د مسکو غونډې د پلاوي نومونه نه دي په ډاګه کړي خو کابل ټکی کام ته يوې سرچينې ويلي چې په یاد کنفرانس کې به (شيرمحمد عباس، عبدالسلام حنفي، محمد زاهداحمدزي، دين محمد حنف، محمد سهيل شاهين، شهاب الدين دلاور ، جان محمد مدني، سيدرسول حليم، ضيا الرحمن مدني ، نبراس الحق ګډون وکړي)

تيره ورځ د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې وويل شول، چې د کرزي په مشرۍ د سياسي ګوندونو او شخصيتونو ډله هم په دغه کنفرانس کې برخه اخلي.

هغه نوملړ چې رسنيو ته په واک کې ورکړل شوی او د حامدکرزي د دفتر څخه خپور شوی پکې د اسماعيل خان، بادشاه خان ځدراڼ، شېر محمد اخوندزاده، هوا علم نورستانۍ، مدار علي کريمي، حاجي دين محمد، شهزاده مسعود، مولوي قلم الدين، ډاکټر مشاهد، زلمی هېوادمل، حکيم مجاهد، داوود علي نجفي، عبدالکريم خرم، مولوي عبدالسلام ضعيف، انجينير يوسف پښتون، عبدالجبار تقوا، ضرار احمد عثماني، رنګين دادفتر سپنتا او ډاکټر زلمي رسول نومونه راغلي چې په ياد کنفرانس کې به ګډون کوي.

همدارنګه ويل کېږي، چې قاضي ګلرحمن، وحيد الله شهراني، سيد طه، حضرت عمر زاخېلوال، سيد فضل الله واحدي، مولوي عبدالسلام عابد،  قطب الدين هلال، ارشاد احمدي، محبوب الرحمن داوودزى، احمدالله عليزى،  محمد زمان مزمل، محمد عزيز هلال، ريحانه ازاد، فوزيه کوفي، وکيل احمد متوکل،  شعيب وکيل احمد، سيد الرحمن حقاني، نظر محمددادمند او وحيد مژده هم د مسکو په غونډه کې د ګډون لپاره ورځي.

دغه راز د ملي امنيت پخواني سلاکار او د ولسمشرۍ کانديد حنيف اتمر هم په ياده غونډه کې د ګډون کولو خبر ورکړی دی.

د حزب اسلامي ګوند مرستيال وياند فضل غني حقمل وايي، چې د دوی پلاوی هم په ياده غونډه کې ګډون کوي خو تر اوسه يې د پلاوي د نوم څرګندولو په اړه څه نه دي ويلي خو ځينې سرچينې وايي ښايي د حزب اسلامي له اړخه د حکمتيار زوی حبيب الرحمن حکمتيار او غيرت بهير په دغه غونډه کې ګډون وکړي.

همدارنګه د جمعيت ګوند غړي عطاء محمد نور، د پيرسيدحامد ګيلاني په مشرۍ يو پلاوی، او د صبغت الله مجددي زوی ډاکټر نجيب الله هم په دغه کنفرانس کې د ګډون کولو خبر ورکړی دی.

د حزب وحدت ګوند مشر محمد محقق هم په ياده غونډه کې د ګډون خبر ورکړی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close