د مسکو کنفرانس کې د طالبانو لس کسيز پلاوی ګډون کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۱۵)

ټاکل شوې ده چې د فبرورۍ په پنځمه نيټه په مسکو کې د طالب استازو او افغان سياستوالو تر منځ ګډ کنفرانس وشي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د ياد کنفرانس په اړه په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د (اسلامي امارت) استازو ته هم په دغه کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړل شوې او د طالبانو د قطر د سياسي دفتر د پخواني مشر ښاغلي شيرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ لس کسيز پلاوی به پکې ګډون وکړي.

د مجاهد په وينا، د دغه کنفرانس اجنډا د افغانستان د قضيې په اړه پوهاوی، د دريځونو څرګندول او د (کابل له ادارې) پرته له بيلابيلو افغان ډلو او سياستوالو سره تفاهم ته رسېدل دي.

نوموړی زياتوي، په دغه کنفرانس کې به طالبان خپل شرعي موقف څرګند، د اشغال د خاتمې، د دايمي سولې او د افغان شموله اسلامي نظام د حاکميت او د راتلونکي په اړه د (اسلامي امارت) پاليسي او تګلاره روښانه کړي.

ويل کېږي، د مسکو په کنفرانس کې د افغانستان د حکومت پخواني چارواکي، سياستوال او د ګوندونو يو شمير استازي هم برخه واخلي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close