د مشرانو جرګې دوهم مرستیال میړوښه ښځه تښتولې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۴ فرید افغان)

په مشرانو جرګه کې د لوګر ولایت استازي او د دې جرګې دوهم مرستیال اصف صدیقي یوه منکوحه (میړوښه) میرمن تښتولې.
دا ښځه شکیلا نومیږي او د انجینر فریدون په نامه یې له یو انجینر سره ۷ کاله وړاندې واده کړی او یوه لور هم لري.
د شکیلا خاوند فریدون وایي؛ چې د مشرانو جرګې مرستیال یې میرمن په زور ترې بیولې او نکاح یې ورسره تړلې.
د شکیلا خسر وایي، اینګور یې آصف صدیقي لومړی اختطاف کړې او بیا وروسته یې دې ته اړ کړې تر څو له خپل خاوند نه بېله او له ده سره واده وکړي.
د شکیلا خاوندویلي، آصف صدیقي یې ښځې ته د کابل په خوشحال خان سیمه کې یو کور نیولی وو او دوه میاشتې یې هلته ورسره تېرې کړي دي، نوموړی وایي، له پلټنو وروسته یې وکولی شول ۲ میاشتې وروسته په خوشحال خان کې هغه کور پیدا کړي چې آصف صدیقي یې ښځې ته نیولی وو.
فریدون وایي چې؛ صدیقي یې خسر ته تلیفون کړی چې خپلې ښځې ته طلاق ورکړي، کنه وبه یې وژني.
نوموړی زیاتوي؛ کابل او لوګر کې یې څو ځلې عدلي او قضایي ارګانونو ته عاریضې کړې خو چا یې غږ ندی اوریدلی.

د لوګر دخوښۍ مشرانو ګواښ کړی چې که غږ یې وانه وریدل شي لاریونونه به وکړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close