د مشرانو جرګې غړي «ولي شاه» ساتونکو په کابل ښار کې یو موټر چلوونکی وهلی

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۰) زرغون خوږیاڼی

په کابل ښار کې د مشرانو جرګې غړي ولي شاه نایب زاده ساتونکو یو موټر چلوونکي وهلی دی.

موټر چلوونکي ویلي، چې لاره بنده وه د یوې دقیقې په کمه اندازه وخت مې موټر د ولي شاه نایب زاده د ساتونکو له موټر سره نږدې روان وو، چې ساتونکي یې له موټر راښکته شول، لومړی یې د موټر ښیښه راماته کړه او بیا یې په تپانچې سره په خوله ووهلم، دده په وینا« زه نه پوهیدم چې دوی څوک دي خو اسلحه ورسه وه».

د بادغیس د خلکو استازي ولي شاه نایب زاده پيښه تائيد کړې، چې ساتونکو یې یو موټر چلوونکی وهلی؛ خو نوموړی وايي پيښه دومره جدي نه ده یواځې لفظي شخړه شوی ده.

نایب ویلي چې زه په خپله دسیمې ځای ته ولاړم او له موټر چلوونکي مې بښنه وغوښته.

بلخوا په سیمه کې عیني شاهدانو ویلي چې په موټر کې ولي شاه نایب زاده هم ناست و.

د کابل په زور واکه ښار کې تر ډيره د چارواکو او یا د چارواکو د ساتونکو لخوا په عام ولس دا ډول حیرانوونکي ظلمونه دوام لري چې په نږدې وخت کې یې ولس د څو پيښو شاهد دی، خو ولې حکومت یې په اړه کوم چارواکی هم محکمه نه کړ.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close