د “مشورتي جرګې” رابلل د وخت ضياع او ښايي د سولې فرصتونه زيانمن کړي

راپور تاژ: عبدالرحمن—

افغان ولسمشر اشرف غني تيره ورځ اعلان وکړ چې په راتلونکې حوت مياشت کې به په مرکز کابل کې د سولې لويه مشورتي جرګه راوبلل شي.

اشرف غني چې پرون يې د سولې يوې مشورتي ناستې پر مهال د سولې د عالي شورا دارالانشاء مشر عمر داودزي ته دنده وسپارله چې يادې جرګې لپاره تياری ونیسي.

غني وويل، په دغه جرګه کې به د بيلابيلو قشرونو استازي او مشران ګډون ولري په وينا يې په دغه جرګه کې د طالب زندانيانو د خلاصون په موضوع او سولې ته د رسېدو پر لارو چارو بحث کېږي.

د نوموړي د مشورتي جرګې رابللو ته کارپوهانو او رسنيو غبرګون ښودلی په وينا يې دغه ډول ناستې يوازې د وخت ضياع او ښايي د سولې فرصتونه هم زيانمن کړي.

کارپوه شهزاده مسعود وايي، دغه ډول ناستې يوازې د وخت ضايع کول دي په خبره يې تر ټولو ښه لاره د لويې عنعنوي جرګې رابلل دي چې مخالفينو ته هم پکې ځای ورکړل شي نه د مشورتي جرګې جوړول.

ويسا ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د ولسمشر غني هغې وينا تر څنګ چې (طالبانو ته په افغانستان کې دفتر پرانيزي او د امنيت ضمانت يې ورکوي) د مشورتي غونډې جوړول يوه ډرامه بللې ده.

سرمقاله کې راغلي: آیا کانتیننټال، وزیر اکبر خان، نوی ښار، شش درک او د کابل ډېرې امن سیمې خوندي پاتې شوې؟ کوم حکومت چې له بریدونو نه د خپلو خلکو او آن خپلو پوځي او سیاسي مرکزونو خونديتوب نشي تضمینولی د یوې مخالفې ډلې غړیو ته به څه ډول د امنیت د تضمین ډاډ ورکړای شي.

دغه راز ويسا ورځپاڼه ليکي، دا چې اوس امريکا د سولې خبرو ته چمتو شوې، د ولس ډيره برخه په یوه ټغر راټول شول نو غني ته هم پکار و چې په دغه بهير کې يې ځان ورګډ کړای وای.

د ليکوال په باور، اشرف غني او حکومتي چارواکي يوازې په الفاظو، د مشورتي غونډو، مشورتي جرګو په نوم په ډرامو وخت خرابوي او ښايي دغه ډول ناستې د سولې فرصتونه لا زيانمن کړي.

له بله پلوه د ناټو افغان سولې په تړاو له غونډې وروسته د ناټو عمومي منشي ينس سټولټنبرګ پرون وويل، چې د افغانستان ستونزې سوله ييز حل لپاره د امريکا بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي خليلزاد او د ناټو يوڅلوېښت شريکانو ښې ناستې کړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا استازي خلیلزاد د افغانستان د سولې په اړه د سیمې او اروپا یو شمېر هيوادونو ته د یکشنبې په ورځ خپل سفر پیل کړی دی.

خليلزاد په خپل ټويټر ليکي، د افغانستان وضعيت پيچلی دی او ټولې خبرې رسنيو ته نه شي کولای ځکه ډيری وخت د سولې خبرو پر وړاندې خنډونه راولاړيږي.

خليلزاد تيره مياشت شپږ ورځې له طالب استازو سره په قطر کې د افغان ستونزې د حل او له هېواده د بهرنيو ځواکونو په وتلو خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ وویل چې زلمی خلیلزاد به بلجیم، جرمني، ترکیې، قطر، افغانستان او پاکستان ته خپل دوره یي سفر د فبرورۍ پر ۲۸مه پای ته ورسوي.

او ټاکل شوې چې  د فبرورۍ پر ۲۵مه یو ځل بیا په قطر هېواد کې د طالبانو له استازو سره وګوري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close