د مصر مشهور لیکوال محمد حسنین هیکل د ۹۳ کلونو په عمر ومړ

کابل ټکی کام ۲۸سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
څو شېبې وړاندې د عربي نړۍ مشهور لیکوال او خبریال محمد حسنین هیکل په روغتون کې له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
د مصر دولتي ټلویزیون هم د ده مړینه تأیید کړې ده او ویلي یې دي چې نوموړی د ۹۳ کلونو په عمر له بد روغتیایي حالت سره مخ شو، چې کورنۍ یې روغتون ته ولېږدوو، او خپل څښتن ته یې خپل امانت وسپارو.
د ډاکټرانو له قوله چې هیکل د ګردو بېماري درلوده.
د هیکل په اړه راځي چې نوموړی د مصر پخواني ولسمشر جمال عبدالناصر ته ډېر نږدې شخص وو.
نوموړی په کال ۱۹۲۳م د سپټمبر په میاشت کې د مصر په شمال کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې.
نوموړي په ۱۹۴۲م کال کې د خبریالۍ پر دنده پیل کړ، چې بالآخره په ۱۹۵۶م کال کې یې د الاهرام ورځپاڼې مسئولیت او مدیریت او د همدې ادارې د مشر په توګه یې ۱۷ کال دنده ترسره کړه.
هیکل د مصر د بهرنیو د چارو وزارت د وزیر هم پاتې شوی دی.
هیکل (د انقلاب فلسفه) په نوم یو کتاب چې جمال عبدالناصر په نوم خپور شوی وو، چې ده ته یې پکې سلګونه ویناوې کړې وې، لیکلی و، او په همدې کتاب یې زیات شهرت ترلاسه کړ.
نوموړي په ۱۹۸۸م کال کې د مصر له ولسمشر محمد انو السادات سره اختلاف را پیدا شو، چې هغه د څه مودې لپاره زنداني هم کړ.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close