د مطمئن نیول؛ افغان ولس او طالبانو ته پیغام

لیکوال رشید حبیب زی

انجنیر نظر محمد مطمئن کابل مېشته لیکوال د سیاسي چارو کارپوه او د سولې هغه ریښتینې فعال دی، چې هڅې یې د هیڅ افغان څخه پټې نه دي، د دوشنبی په تور ماښام د بلواکه دوه سري دولت ځانګړو ځواکونو لخوا د یوه نړیوال مجرم په څېر ونیول شو. ښاغلی د نېول کېدو کی­سه داسې کوي:

( د ماشام ۶بجې وې،  د کوڅې څخه د وتلو په وخت کې زموږ د موټر لاره امنیتي کسانو بنده کړه، ‌په بیړه یې زموږ شاوخوا ونیوله او له موټر څخه یې کښته کړو.

ورته مې وویل چې تیروتنه به مو کړې وي، کیدای شي چې تاسي د کوم بل چا نیولو ته استول شوي یاست. ډېر ژر یې لاسونه شاته راوتړل، ویل یې د سیمې امنیتي کسان راسره دي موخه تاسې یاست.

پر سر یې توره خولۍ راواغوستله، غوږونه او سترګې یې هم راته د ځانګړو الاتو په وسیله وتړل. همداسې لاس، سترګې او غوږونه تړلی یې زه او زما وراره په موټر کې یوړو، لاره اوږده شوه، ځکه د خوشال مینې څخه شش درک سېمه چې د امنیت ریاستونه پکې دي، نږدې ده، اندیښنه مې وه چې کیدای شي کوم لیرې ځای مو دا خلک وړي. همداسي وه.. )

که څه هم مطمئن د نیول کیدو ۴ ساعته وروسته بدون د کوم جرم له ثابتېدو خوشی شو؛ خو تر شا یې ګڼ سوالونه او پیغامونه پریښودل په دې ډول، چې کابل مېشته  معلومدار سوله غوښتونکی، چې ټول تحرکات یې د استخباراتو له لورې تر څارنې لاندې وي په داسې توهیني ډول نیول کېږي، لاسونه تر شاه وتړل شي، سر په توره کڅوړه، غوږونه او سترګې د خارجیانو لخوا  په ورکړل شوو خاصو آلو وربندې کړای شي، نو هغه چې مشکوک سړی وي یا اقلاً د غلطو استخباراتي معلوماتو په نتيجه کې نیول کېږي، په کومو وحشي طریقو به نیول کېږي. بیا که مجرم وي نو د کومو وحشیانو له لوري به ترې زندان کې د بېلا بېلو شکنجو پر مټ اقرار اخیستل کېږي. د داسې بې ګناه په اقرار به د کوم صحرایي قانون تر مخه ملزم بندي یا وژل کېږي، داسې ډېرې لا ځوابه پوښتنې شته، چې د مطمئن له نیولو یې ښه قیاس کولی شو.

افغان ولسه! نږدې ۴۰ کاله وشول چې د امن یوه سپین سبا ته سترګی په لار یې،  د اشرف غني په دروغجنو شعارونو دې پام غلط  کړی و؛ خو هغه هم نور له خیاله وباسه د سولې انتظار دې نور هم پسې اوږد کړه، ځکه ستا دولت چې په ظاهره د سولې نغارې ډنګوي خو عملي کړنو کې یې کومه داسې نښه نه ښکاري، چې د سولې یوه وړه بېلګه وبلل شي؛ خو که د سولې ضد هغه کړنې یې وڅېړو چې هېوادوال پرې خبر شوي دي، بې شمېره پاڼې پرې لېکل کېږي.

افغان ولسه !  ستا د واک په ګدۍ ناستې نانځکې چې په ظاهري بڼه څو کرایه شوي افغانان دي؛ خو تر شا یې  نړیوال جاسوسان په کار بوخت دي، د هغوی په اشارو د روبوټانو په څېر د څو ځانګړو خطونو تر منځ  ګډېږي، هغوی هېڅ کله نه غواړي چې جګړه ختمه او هېواد کې د امن سپینه وریځ خوره شي، ځکه هر فرد او اداره په دې هڅه کې وي چې خپل هدفونه تر لاسه ک­ړي.

 یو غیر ذوي العقول حیوان هم نه غواړي چې تاوان یې وشي، نو هغه  نړیوال شیطان مغزه مجرمین چې د زرګونه کلومټره لرې څخه راغلل او خپل هدف تر لاسه کولو لپاره یې د اوبو په څیر ډالر مصرف کړل، څنګه به د جګړې ختمولو ته څوک پرېږدي چې د هغوی ګټې ورسره نغښتې دي. د هغوی بقاء د وینې بهېدلو او د بې ګناه افغانانو څخه په ډکو زندانو پورې تړلې ده، تر څو چې د هغوی شتون وي جګړه به روانه وي چې له امله به یې د وینو ویالې بهېږی او زندانونه به د بې ګناه افغانانو څخه ډک وي.

افغان ولسه! خارجي داړه ماران او لاسپوڅي یې د سولې په نوم کوم ټکی آن په خپل قاموس کې هم نه لري. مخکې له دې چې په خارجي ګولیو دې غلبیل کړي، ماشومان دې د کندز، ارزګان او شیرزادو  په څېر زانګو او سوزنۍ کې در شهیدان کړي، د  داسی ظالم مقابله کې غږ پورته کړه او هغه لار تعقیب کړه چې تاته ریښتوني خوشحالي، د مال او سر امان او د عزت خوندیتوب درکولی شي.

طالبانو ! تاسې به هم د مطمئن له حاله خبر شوي یئ، د دولت ناړامي، سوله ضد هڅې، هيواد او افغانانو سره د دولت دښمني او تاسو سره نغښتې د افغانانو امیدونه به مو یو وار بیا ښه درک کړې وي او په دې به پوهیدلي یئ، چې کله قلم په لاس تن تنها یو سړی کابل کې د اوسېدلو حق نه لري، هغه باید لاس تړلی، توره کڅوړه پر سر د زندان تیارو کې پروت وي، نو هغه چې د بې شمېره چاودنو دوسیې یې په نوم ثبت وي، د جګړې عاملین، پردي غلامان او د افغانانو اصلي قاتلین یې ګڼی، د هغوی په نوم بې ګناه وګړي یې د ازادۍ له نعمته محروم، د مرګ او ژوند له کشمکش سره لاس او ګرېوان او د تورو تمبو شاته بې سر نوشته اچولي وي، نو څنګه به د سولې تر دروغجن شعار لاندې د ازاد ژوند تېرولو حق ورکړي.

   د ریښتینې سولې او تلپاتې آزادۍ په هیله!

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close