د مفتون صاحب سره مرکه

که څوک په رښتيا مسلمان وي بايد خپل ټول استعدادونه داسلام څخه قربان کړي

د هېواد تکړه حماسي شاعر او ليکوال ښاغلي اکرام الدين مفتون سره مرکه

مرکيال: فاتح

ښاغلی اکرام الدين مفتون د معلم سلطان میر زوی دافغانستان دننګرهار ولايت د شينوارو د اچين ولسوالۍ دباندر درې دجمالخيلو د ديوانه بابا په کلي کې په ۱۳۵۰ل کال نړۍ ته راغلی. لومړنۍ زده کړې يې دخيبر درې د ګورګوري او منځنۍ زده کړې يې د لواړګي دګاګرې په سېمه کې ترسره کړي دي، دنورو زده کړو مخه یې، ورپيښو ستونزو ډب کړه. نوموړی داتلس کلنۍ راهيسې شعر ليکي، لومړۍ شعري ټولګه يې (مهاجرې اوښکې)او دويمه شعري ټولګه يې(دار ته هرکلی) دی، چې په وار وار چاپېږې او د توده هرکلي سره مخ دي.

 دريمه شعري ټولګه يmaftoonې (مات غرور) چې انشاءالله ډېر زر به دچاپ په ګڼه وپسولل شي. مفتون صيب دشعر ترڅنګ په نثر ليکنه کې هم ازاد لاس لري او ټولنې ته يې وړاندې کړي دي. مونږ هم د مرکو د لړۍ په لومړيو کې د مفتون صيب سره ادبي مرکه کړې، هيله ده چې ستاسې ادبي تنده پرې ماته شي

 کابل.کام: ګرانه مفتونه! دکابل ډاټ کام ټول کارکوونکي درته ښه راغلاست او دلوی اختر د مبارکۍ سره سره د واده مبارکي هم درته وايو.

 مفتون: جزاک الله خیر، تاسو ته هم مبارکي اوسلامونه وايم.

کابل.کام: محترم مفتون صيب! دمرکې پېل به له دې پوښتنې وکړو چې تر واده وړاندي ژوند مو ښه و که تر واده وروسته، څه وړ یې پرتله کوی؟

 مفتون: ګرانه! دا يو روڼ حقيقت دې چې بې له واده ژوند ډېر نېمګړی او يو قسم د ليونتوب ژوند وي او څرنګه چې واده کول دالله رب العزت حکم او دخوږ نبي کريم صلی الله عليه وسلم طریقه ده، نو ښکاره خبره ده چې دشريعت له پلوه مې اوسنی ژوند ډېرخوندور دی

 کابل.کام: اوسنۍ شاعري مو دمخکې په پرتله څنګه ارزوی؟

 مفتون: کوم ځانګړی توپير نه محسوسوم خو بيا هم راتلونکي کې ښايي څه نوښت ولري. کابل.کام: شاعرانه نړۍ کې دچا څخه اغېزمن ياست؟

مفتون: فاتحه ګرانه، په پوره معنا له هېچا څخه نه يم اغېزمن، خو دځينو شاعرانو مې يو نيم شعر خوښېږي.

کابل.کام: ستاسو په شاعرۍ کې دتصوف او دنورو رنګونو پرتله انقلابي رنګ ډېر دی، چې سبب يې څه دی؟

 مفتون: زما زوګړه د انقلاب د پېل سره شوې ده چې ترننه مې ژوند د انقلاب په دردمن پړاو کې تېرېږي. همدا سبب دی چې شعر مې انقلابي رنګ لري.

 کابل.کام: ويل کېږي چې د شاعرۍ لپاره تصوف اړين دی، تاسې څه نظر لری چې هرشاعر دې صوفي وي؟

 مفتون: هسې خو هر مسلمان بايد صوفي وي، خو که شاعر صوفي وي ښه خبره ده، يو خوا به يې شعر يو ډول زيات رنګ ولري او بل طرفته به دتصوف اشاعت وشي

 کابل.کام: په افغانۍ ټولنه کې شاعري زياته شوې ده، څه فکر کوی، چې نوره هم زياته شي، که نثر ته دې پام واوړي؟

 مفتون: شاعري چې څومره ډېره شي، ښه ده؛ خو نثر ته هم پاملرنه ضروري ده، ځکه چې هرکس شعر اونثر دواړه نشي ليکلی نو پکار ده چې نثر ليکونکي زيات شي چې دا برخه تراوسه ډېره شاته بلکې په نيشت حساب ده

کابل.کام: د اوسني دور زياتره ليکوالان داسلاميت اوافغانيت پولې نه پېژني، چې لامل يې څه دی؟12048642_1502499400078993_1897149248_n

مفتون: اصلي لامل يې دا دی، چې زيات ليکوالان له ديني زدکړو څخه محروم دي او د کورنۍ لازمه تربيه هم نلري، په بې باکه ټولنه کې، مثلا: په بازارونو اوښارونو کې رالوی شوي دي او څه چې کوي يوازې يې د ښار په بنياد کوي، چې دا کار به ددوی لپاره په دنيا او اخرت دشرمندګۍ سبب ګرځي.

کابل.کام: ستا په اند پښتو ادب ته پخوا ډېر کار شوی او که اوس؟

مفتون: پخوانيو ليکوالانو پښتو او دپښتو ادب سره مينه وه او په اخلاص يې ورته خدمت کاوه، خو له بده مرغه دامکاناتو دنيشتوالي او د وخت دحکومتونو د نه همکارۍ لامله څرنګه چې لازم وو هغه شان خدمت ونشو، خو بيا هم يو بنسټ يې ايښي دی خو افسوس چې اوس يو عادي کس ته ټول امکانات برابر وي بيا هم ادب او ژبې ته هيڅ کار نه کېږي، که څوک يې کوي هم نو دشخصي ګټې او دشهرت په خاطر يې کوي او بنيادي فکر ډېر کم دی

 کابل.کام: د دې کمزوریو لاملونه څه بولئ؟

مفتون: دا څو لسيزې افغانانو په بهرنيو هېوادونو کې زده کړې ترلاسه کړي دي، چې له دې کبله يې د پرديو تهذيبونو او ژبو منفي اثرات په افغاني تهذيب، کلتور او د پښتو په ژبه پريوت او بله لويه بدمرغي داده، چې ځينې هغه پښتنانه چې دپښتو په نوم اقتدار ته ورسيدل خو دکمو مادياتو او چوکۍ په بدل کې يې دپښتو سره داسلام سپېڅلی دين هم پريښود

 کابل.کام: دستاپه اند دامريکايي يرغل له امله پښتو ادب ته زيان واوښت او که لاپسې غني شو؟

مفتون:  يوازې ادب نه، بلکې ددې يرغلونو له امله زمونږ ډېر مړه فکرونه او ويده خيالات رابيدار شول، مونږ ته يې په نړيواله کچه دوست او دښمن راوپيژند، منافقان او مسلمانان يې سره بېل کړل، خپل تېر تاريخ ته يې متوجه کړو، سياسي مفکوري مو ورسره قوي شوې او د کفر پروړاندې مو کرکه لاپسې زياته شوه او ورسره ورسره د پښتو ادب هم ډېر پرمختګ وکړاو په افغانانو کې دخپلې ژبې اهميت او مينه نوره هم زياته شوه.

 کابل.کام: نن سبا ډېری ځوانانو کفري هېوادونو ته مخه کړې ده، اياپه راتلونکي کې به يې په مسلمانه ټولنه څه اثر وي؟

مفتون: په داسې حال کې چې زمونږ ګران هېواد کفري يرغل نيولی دی نو که هرڅوک کفري هېوادونو ته د خدمت لپاره ځي، دغه خلک د ايمان او غيرت څخه خلاص دي د داسې بي غيرته خلکو اثر به په راتلونکي کې په مسلمانه ټولنه کېږي

کابل.کام: بېرته به خپلې ادبي موضوع ته راشو، تاسې اوس مشاعرو ته نه ورځی، چې څه وجه ده ؟

 مفتون: نن سبا مشاعري او غونډې د ژبې او ادب د پرمختګ په خاطر نه، بلکې دشخصي محدودو غرضونو اوشهرت لپاره ترسره کېږي، نوځکه ماته خوند نه راکوي

 کابل.کام: نوي کتاب ته مو مينوال ډېر تږي دي، دچاپ په چارو کې کومه ستونزه لرئ او کنه شعرونه مو کم کړي دي؟

مفتون: دچاپ چارې به دومره مشکل نلري خو زه يو څه ذهني مصروفيتونه لرم، چې دشعرونو راټولول او چاپ ته چمتو کول رانه ځنډوي، خو بيا هم هڅه کوم چې دملګرو او مينوالو مخ ته نوی کتاب کېږدم

 کابل.کام: د کوم ترانه ويونکي ترنم دې خوښ دی؟ مفتون : دهر نعتخوان يوه نيمه ترانه مې خوښېږي، خوچې رښتيا خبره وي ټول جهادي ترانه ويونکي راباندې ګران دي الله پاک دې په همدې ليکه پوره استقامت ورکړي

 کابل: ګرانه ستا ژوند هم دانقلاب په ستونزمنه غېږه کې راتېر شوی دی، نو ددې ټولو حالاتو نه کومه ترخه خاطره که راته ووايې؟

مفتون: هسې خو ترخې خاطرې ډېرې دي خو له هغو خاطرو څخه چې زما په زړه کې يې داغ جوړ کړی دی يوه خاطره د طالبانو داسلامي امارت ړنګيدل دي

 کابل.کام: که په پای کې راته نوی شعر ډالۍ کړی منندوی به مو يو!

مفتون: نوی شعر مې داختر په مبارکۍ تازه په تازه ليکلی چې تاسو ټولو ته يې ډالۍ کوم:

د اختر مبارکي!!!

 زما غمجنه طالب جانه وروره

 په زړه دردمنه طالب جانه وروره

 اې قدرمنه طالب جانه وروره

 د دې ستونزمنې زندګۍ په خاطر

 ستا د سپيڅلې قربانۍ په خاطر

سنګر زندان او تر روغتونه اشنا

الله دې وکړه نصرتونه اشنا

 د ستا جذبو ته سلام

 ستا کارنامو ته سلام

 لکه نسیم در پسې ګرځم ګرانه

 په دنګو غرو درپسې غورځم ګرانه

 اې! شهداوو هدیرو ته درځم

 ستاسو وړو وړو بچو ته درځم

 نور وس مې نشته تسلي درکوم

 یو څو رازونه د زړګي درکوم

مفتون د ښکلي خلافت په هیله

 د دې اختر مبارکي درکوم

کابل.کام: له تاسو څخه ډېره مننه کوو چې خپل ارزښتناک وخت مو کابل ټکي کام ته راکړو.

 مفتون: جزاک الله خيرا، له تاسې څخه هم ډېره مننه چې زما غوندې يو کمزوري انسان ته مو دومره قدر ورکړ او د زړه خواله مو راسره وکړه

کابل.کام: کابل ډاټ کام کارکوونکو ته څه توصيه لرئ او دمسلمان امت ځوانانو ته مو څه پېغام دی؟

 مفتون: دکابل ټکي کام کارکوونکو ته فقط دومره وايم چې دا ډېر لوی خدمت دی خو چې يوازې په عقيدوي فکر وي او دمسلمان امت ځوانانو ته مې دا پېغام دی، چې که واقعا ايمان او غيرت لرئ نو په خپلو مظلومانو خفه شئ او ددوی دخدمت او نجات لپاره داسلامي امارت دپاکو مجاهدينو سره په اخلاص ملګري شئ.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close