د مفکر 19م  حماقت …!!!

لیکنه :   موسی فرهاد  –   2016-9-5

قریباً دا نولسمه میاشت ده چې ع او غ  د جانکیري په فرمان د کابل په ګلخانه کې د بادشاهت پر مسند ډاونلوډ شوي دي .

په دا یو کم شل میاشتي کې هیڅ یو ساعت ، یوه ورځ ، یوه اونۍ ، یوه میاشت ، یو کال داسی نه دی تیر شوی چې عین و غین دي د افغان ولس لپاره کوم د خیر کار کړی وي او یا دې د ولس د زړونو د خپلولو لپاره کومه د سړیتوب خبره کړي وي .

هر عمل ، هره خبره یې داسي وي چې د ولس په زړونو کې فقط او فقط نهیلي او مایوسۍ را ټوکوي ، ورځ تر بلي هیواد د یوې نه ختمیدونکي او تباه کوونکي جګړې کومي ته ورټیل وهي .

د کرکي او نفرتونو فضا تر بل هر وخت ، دا مهال د ولسونو ترمنځ راټوکیدلي ده . له هیواد څخه د خلکو تیښته ، په ملت کې ناخوښي ، بی روزګاري ، نا امني ، غربت ، بی وزلي ، د اسلامي شعایرو توهین ، د بندیانو سره ناوړه چلند ، د سولي په نامه ولس ته دوکه ورکول ، د بیا رغاوني پرځای د بیا ورانولو پروسه پرمخ وړل ، د ملت له ټیکسونو او مالیو څخه په غلا ځان ته سرمایې جمع کول ، په اداري فساد کې لومړی مقام ترلاسه کول ، د پښتو او فارسي رقابتونه را منځ ته کول ، ترټولو لوچک ، سپک او نا اهله خلکو ته د ولس کارونه سپارل ، له کفارو او نورو نژدي او لیري ګاونډیانو سره د غلامۍ پټ سندونه لاسلیک کول ، پخپل لاس جوړ شوی قانون په کلي توګه نقضول ، د فحشا او منکراتو لپاره د کفري میډیا په مټ پراخ تبلیغات کول ، په ډنډ غوري کې عام ولس قتلول ، د کندوز د ولسونو د ناموسونو توهین کول ، په خپلو بادارانو د پکتیکا د قومي مخورو بمبارول ،  دا او داسي په زرهاوو نور… فجائع ترسره کول یې ښه ثبوت دی .

خلاصه – دا چې د جانکیري د عین او غین اوسنۍ اداره د افغانستان په تاریخ کې ترټولو بدترینه او منحوسه ګډوله ده ، چې افغان ولس یې د غم پر یو ناپایه ټغر کښینولی دی . الله تعالی دي ژرترژره ، افغان مسلمان ولس ته له دغو منحوسو څیرو څخه دائمي نجات ورکړي . آمین

د رواني او فیزیکي ناروغ اشرف غني او آرایش پسند ډبل عبدالله د ټیمونو ننی عمل ؛ چې ۶ تنه افغانان یې ، له طالبانو سره د تړاو په تور اعدام کړل ؛ ملت ته خپله څیره او خپل حقیقت ښه واضح کړل چې دوی څومره پر دې ملت رحم لري ، څومره د جنګ جګړو پر ختمولو باور لري ، څومره له سولي سره مینه لري ، څومره عدلي او قضايی نورمونو ته ژمن دي !!؟

دوی پخپل دې عمل سره ثابته کړه چې دوی څنګه ، او څومره بزدله  جنایتکاران دي ..؟!

تاسو ګورئ ..!!

— دغسي یو نظام چې مرستیال ولسمشر (دوستم) ته یې د جنګي جنایتکار په سترګه کتل کیږي ، او امریکا اعلان کوي چې موږ ورته ویزه نشو ورکولای ځکه چې بشري مجرم دی .

—  او داسی یوه اداره چې په کرپشن او رشوت خورۍ کې یې نړیوال ریکارډ جوړ کړی وي ، خصوصاً قاضیانو یې ،

—  او دارنګه ړوند او متعصب عدالت (قضا+څارنوالي)  چې د لسم ریاست د وژل شویو نظاري لنډغرو او پخوانیو کمونستانو په قصاص کې  د کلونو کلونو مظلوم بندیان اعداموي ،

—  او داسي سپین سترګي ګوډاګیان چې د کندوز د بي پولو ډاکټرانو قتل عام ، ښه او پرځای کار ګڼي ، په داسی حال کې چې  نور ټول دنیا وال یې غندي او جنګی جنایت یې بولي ،

—  او داسي بې وجدانه چارواکي چې په لوګر ، ګرمسیر ، کندهار ، پکتیکا او څو نورو ځایونو کې امریکایانو د دوی عسکر ورته بمبار کړل ، خو دوی فقط یو بیان هم ورنکړ چې هغه یو جرم وبولي ، مګر ۶تنه مسلمان افغانان چې د خارجي یرغلګرو پرخلاف یې د آزادۍ مبارزه کوله ؛ د دوی په اند مجرمین دي او اعدام یې کړل ..،

—  او دا ډول حکومت چې آزادي سروي ګاني علی الاعلان وایی چې د آساسي قانون ټولي ۱۶۲ مادي  پخپله  د کابل ګوډاګیو چارواکو نقض کړي او سترخیانت یې کړی ،

نو آیا د دا ډول نا قانونه ، نا أهله او متعصب عدالت (قضا + څارنوالي) د اعدام پریکړي به د انصاف او بشري عدالت پر بنا وي او که د جهالت ، حماقت او عداوت پر آساس ..؟!

بیشکه چې دا یو غټ حماقت او سنګین جرم دی چې د کابل ګوډاګیو مفکرینو ترسره کړ. هیڅکله د بخښني وړ نه دی .

د طالبانو چلند …!

طالبانو په وار وار د کابل د ګوډاګۍ ادارې عسکر ژوندي نیولي ، خو پرته له هر ډول معمولي ځوروني یې ژوندي پري ایښي دي . په بدخشان او کندوز کې د ډله ایزو عسکرو ګرفتارۍ او بیرته د آزادۍ پیښې زموږ او ستاسي په وړاندي دي.  په میډیا کې یې ریکارډ موجود دی .

مګر د ارګ کم اصله او احمق مفکرین چې نور یې د مجاهدینو په وړاندي د مقاومت توان له لاسه ورکړی ؛ را ولاړیږي د ناوسه مظلومو اسیرانو په اعدامولو سره پست او ذلیل اقدام ترسره کوي ،  او په دې توګه پخپله 19میاشتنۍ واکمنۍ کې د 19م حماقت سکور پوره کوي .

دوی باید په دې پوهـ شي چې کله یې په کابل کې ۶تنه طالبان اعدام کړي نه وو هم  طالبانو پر دوی دومره نا آشنا حمله  کولای شوای چې په پایله کې یې پوره استخباراتي نظام ، سره له کمونیستي او نظاري لنډ غري عملي له مینځه ولاړی ، نو اوس چې مو هغوی (طالبان) د ۶تنه مجاهدینو په اعدام سره نور هم وځورول ؛  څه فکر کوئ چې تاسو به یې تر مخکني هغه سخت قیمت پری نکړئ ؟؟!!

پای

2016-9-5

موسی فرهاد

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close