د ملا محمد عمر اخوند ورور او ځوی د طالبانو د مشرتابه له لورې په لوړو دندو وګمارل شول

کابل ټکی کام ۱۶حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر اخوند ورور او مشر ځوی د طالبانو د مشرتابه او د رهبري شوری د غړیو له لورې په لوړو دندو وګمارل شول.

طالبانو ویلي دي، چې نن د دوی د مشرتابه ملا اختر محمد منصور اخوند او د رهبري شوری د غړیو له لورې یوه غونډه ترسره شوه، چې پکې یو شمېر لوړپوړو مسئولینو او قومندانانو هم ګډون درلود.

په دغه غونډه کې د ملا اختر محمد منصور اخوند او د رهبري شوری د غړیو له لورې د خپل پخواني مشر ملا محمد عمر اخوند ورور او ځوی په لوړو دندو وګمارل.

طالبانو په خپله رسمي خبرپاڼه کې ویلي دي، چې د ملامحمد عمر اخوند ورور ملا عبدالمنان اخوند ته د رهبري شوری غړيتوب او همدا ارز د دعوت ارشاد کمیسون ریاست ورکړل شوی دی.

همدا شان د ملامحمد عمر اخوند مشر ځوی ملا یعقوب اخوند ته د رهبري شوری غړیتوب او په نظامي کمیسون کې د هېواد د ۱۵ ولایتونو نظامي مسئولیت ورکړل شوی دی.

خبرپاڼې ویلي دي، چې په غونډه کې د دوی له ټاکلو وروسته دواړو په خپله دنده کې د پوره اخلاص ژمنه وکړه، او رسماً یې په کار پیل وکړ.

خبرپاڼې ویلي دي، چې د غونډې په پای کې د دوی د مشرانو له لورې دواړو نویو ټاکل شویو ته نصیحت وشو، او غونډه د دعا په لوستلو سره پای ته ورسېده.

د یادولو ده، کله چې د طالبانو د پخواني مشر ملامحمد عمر اخوند د وفات اعلان وشو، نو د هغه د وصیت سره سم ملا اختر محمد منصور اخوند د طالبانو نوی مشر وټاکل شو، د ده د ټاکلو سره سم له نوموړي سره یو شمېر طالب مشرانو اختلاف وکړ، او له خپلو دندو څخه یې استعفاګانې ورکړې، خو ویل کیږي، چې دا مهال طالبان بېرته د په خوا په څېر متحد، د یوه امیر تر قیادت او د یوه سپین بیرغ لاندې جنګیږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close