د ملا برادر ازادي او د اسلامي امارت بريالۍ ډیپلوماسي!

م. جمیل باور

له څو ورځو څخه په رسنیو کې داسي اوازه خپریده چې د افغانستان د اسلامي امارت پخوانی مرستیال مشر الحاج ملاعبدالغني برادر له زندانه خوشې شوی، نوموړی ۲۰۰۹ م کال کې د پاکستاني ځواکونو له خوا ونیول شو او نژدې اته کاله  یاد هیواد کې زنداني و.

پاکستاني چارواکو پرون د اکتوبر پر ۲۴مه وویل چې نوموړی یې له زندانه خوشې کړی او خپلې کورنۍ سره یوځای شوی،  نن د افغانستان اسلامي امارت هم د یوې اعلامی په خپرلو سره رسماً د نوړموړی آزدیدل تايئد کړل او د افغانستان اولس ته یې د دې سترې بریا مبارکي ورکړه.

 اعلامیه کې د نوموړي د صحت په هکله هم وضاحت شوی او اولس ته یې د ښه صحت ډاډ ورکړل شوی، دغه راز اعلامیه زياتوي چې د نوموړي د خلاصون په هکله هیچا سره معامله نه ده شوې او نه هم کوم چاته امتیاز ورکړل شوی دی.

اسلامي امارت د نظامي برخې له ګټلو سره سره، د ډيپلوماسۍ برخه کې هم سترې لاسته راوړنې لري، چې وروستۍ بېلګه یې په خپل موقف د درېدو په نتيجه کې د امريکا له لوري د افغان بحران د پای ته رسولو لپاره مخامخ خبرو ته چمتوالی دی.

کلونه وشول افغان حکومت د خپلو ګټو په خاطر د ملاعبدالغني برادر د خلاصون لپاره ډېرې هڅې وکړې او څو ځله مهمو حکومتي چارواکو په دې هکله پاکستان ته رسمي سفرونه وکړل، خو بريالي نشول، طالب ډيپلوماتانو وکولای شول چې ملا عبدالغني برادر راخوشې کړي او چا ته اجازه ورنه کړي چې د خپلو ګټو لپاره یې وکاروي.

دا چې ملا برادر اخند د طالبانو لپاره څومره مهم دی باید ووایم چې نوموړی د هغو پالیسي جوړونکو طالب مشرانو له ډلې و، چې د طالبانو د اسلامي تحریک په پیل کې یې له عالیقدر امیرالمؤمنین ملامحمد عمرمجاهد رحمه الله سره ډیره همکاري وکړه.

 د اسلامي امارت د واکمنۍ پرمهال یې هم په مهمو دندو کار کړی او د تل د اسلامي امارت د رهبري په سرکې پاتې شوی او په افغانستان د امریکا د یرغل څخه وروسته یې د جهاد او مقاومت په مخته وړلو کې یې مهم رول ولوباوه.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close