د ملا برادر خوشي کېدل او د سولي جریان

واحد فقیري

ورځني سیاسي نوټونه (۲۴۷)

فقط څو ورځي مخکي پاکستاني مطبوعاتو د ملا عبدالغني برادر د آزادېدو خبر خپور کړ، او پرون د طالبانو ویاند د ملا برادر آزادېدل تایید کړل. ملا برادر د طالبانو له څلورو مهمو موسسانو څخه دئ. ملا بردار او ملا عمر د جهاد د دوران یاران ول، او دواړو څنګ پر څنګ د شوروي اتحاد د اشغال پر ضد جهاد کاوه.

ملا بردار اصلا د روزګان د ولایت د دهراود په ولسوالۍ کي په ۱۹۶۸(؟) کي زېږدلی دی. هغه په قوم پوپلزی دئ، او په کندهار کي ئې مدرسه ولوستې ده.

د طالبانو په دوران کي ۱۹۹۴-۲۰۰۱، ملا بردار په څو مهمو پوستونو کي وظیفه اجرا کړې ده. خو په ۲۰۰۱ کي د امریکايي اشغال راوروسته، هغه پاکستان ته ولاړ،‌ او وروسته په ۲۰۱۰ کي په کراچي کي د پاکستاني اسخباراتو لخوا توقیف سو. کله چي پاکستاني استخباراتو ملا بردار ګرفتاره کړ، هغوی نیویارک ټایمز ته وویل،«موږ ملا برادر ځکه وینو چي هغه غوښتل زموږ له اجازې پرته د افغان حکومت سره معامله وکړي.»

ویل کېږي چي هغه به قطر ته انتقال سي، او د امریکایانو سره به د روانو خبرو مشري په غاړه واخلي.

ملا بردار یو پراګماتیک شخص دئ. د خپلو همسنګرانو سره سلا مشورې کوي، او عموما د اجماع جوړولو لپاره کوښښ کوي. ملا بردار د افغان عسکرو سره د نرم سلوک طرفداره دئ. ملا برادر د جرګو سړی دئ، او یو پوخ دپلومات شخص دئ.

کله چي د پاکستان حکومت ملا برادر په کراچي کي ونیو، هغه ته ئې وویل چي د ملا عمر پر ضد خبري وکړي، او په طالبانو کي انشعاب راولي. مګر ملا بردار د پاکستاني شکنجو او تهدیدونو سره سره بیا هم دېته غاړه کښې نه ښوده چي د ملا عمر پر ضد اقدام وکړي، او تر پایه د طالبانو مشرتوب ته وفاداره پاته سو.

ملا بردار په نظامي مسایلو کي خاص مهارت لري، او یو پوخ سیاسي ستراتیژست دئ. د طالبانو په دوران کي ملا برادر د طالبانو په منظمولو کي محوري نقش لاره.

د ملا بردار په آزاېدولو کي د قطر حکومت محوري نقش لوبولی دئ. تېره د جمعې ورځ، د قطر خارجه وزیر ښاغلي شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني اسلام آباد ته سفر وکړ،‌ او هلته ئې د پاکستان د صدراعظم ښاغلي عمران خان سره وکتل. د دغه ملاقات په نتیجه کي ملا برادر آزاد سو.

بلخوا، د ملا بردار آزاېدل پداسي وخت کي کېږي چي متحده ایالاتو رسما د طالبانو سره خبري شروع کړي دي، او حتی د خپلو اشغالګرو قواوو د وتلو خبره ئې هم مطرح کړې ده.

که چیري ملا برادر قطر ته انتقال سي،‌ او د سولي په مذاکراتو کي محوري نقش ولوبوي، دا کار به د سولي د پروسې سره نهایت زیات کومک وکړي. د خبرو اعتبار او وزن به لا ډیر کړي، او د افغان ولس د اوولس کلن ناروین په ختمولو کي به موثر واقع سي.

ـــــــــــــــــــــــــــ

واحد فقیري په کال ۱۹۶۲ کي په کندهار کي زېږېدلی دی. په کال ۱۹۸۰ کې د کندهار د احمد شاه بابا له لېسې څخه فارغ شوی دی. عالي تحصیلات یې په متحده ایالاتو کي کړي دي، او د امریکن پوهنتون او جورج مېسن پوهنتون څخه په سیاسي علومو کي درې ډیګرۍ لري. څو کاله یې د امریکا ږغ سره د خبریال په توګه کار کړی دی. څو کاله یې د پښتو د ژبي په برخه کي استادي کړې ده. درې کتابونه یې په پښتو ترجمه کړي دي. اوس د څو راډیوګانو او تیلویزیونو سره د سیاسي مبصر په توګه همکاري کوي. او وخت نا وخت یې سیاسي تبصرې د افغانانو په مختلفو ویب سایټونو کي خپرېږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close