د ملا محمد عمر مجاهد د ژوند او مرګ په اړه د بيلابيلو لوريو څرګندونې

راپورتاژ: عبدالرحمن—

وړمه رځ د امريکا مشهور اخبار وال سټريټ ژورنال یو راپور خپور کړ چې وايي، د طالبانو مشر ملامحمد عمر مجاهد د ژوند تر وروستۍ سلګۍ له هېواده نه دی وتلی او د افغانستان په جنوب کې يې امریکايي نظامي اډې ته څيرمه  ژوند کاوه.

دغه راپور د هالنډۍ ليکوالې بيتا ډام له کتابه (د ملا عمر پټ ژوند) څخه چمتو شوی چې په وينا يې د کتاب پر ليکلو، څيړنې او ملاعمر ته نږدې سرچينو سره په مرکو يې پنځه کاله وخت نيولی.

په راپور کې راغلي، د امریکا استخباراتو (سي آی ای) او نورو استخباراتي ادارو د ملاعمر پسې له هېواده بهر په پاکستان کې پلټنې کولې خو راپور زياتوي ملاعمر د خپل یوه ساتونکي سره چې د هستوګنې ځای يې وربرابر کړی و د ژوند تر پایه په هيواد کې پاتې شوی، او په دغه موده کې يې له ډيرو لږو خلکو سره ليده کاته کول، کله کله به يې د طالبانو رهبري شوری سره اړيکې نيولې.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد دغه انځور خپور کړی چې ورسره ليکل شوي په دغه اطاق کې ملا عمر د خپل ژوند وروستي اووه کلونه او پنځه مياشتې تيرې کړي دي.

په راپور کې راغلي، ملا عمر په ۲۰۰۱کال کې د طالبانو ورځنۍ چارې د افغانستان پخواني دفاع وزير ملا عبيدالله ته وسپارلې او خپله يې په زابل ولايت کې د عبدالصمد استاد کور کې پټ ژوند کاوه.

راپور زياتوي، یو ځلې امریکايي ځواکونو هغه کور پلټلی هم دی چې ملاعمر پکې ژوند کاوه خو د هغه د استوګنې کوټه يې نه وه موندلې.

سرچينې په خپل راپور کې لیکلي، کله چې امریکایي ځواکونو د ملا عمر پټ کور ته څېرمه  نظامي اډه جوړه کړه نو ملا عمر خپلې پلرنۍ سيمې  سیوري ولسوالۍ ته کډه وکړه، هلته ورته ملا جبارعمري (خصوصي ساتونکي) یو خټين کور پيدا کړ او تر مرګه هلته پاتې شو.

راپور کې د ملاعمر د ځانګړي ساتونکي ملا جبار عمري خبرې راخيستل شوي چې ويلي يې دي په ۲۰۱۳ کال کې ملاعمر ناروغ شو، نه يې غوښتل چې معالجې لپاره ډاکټر ته ولاړ شي بالاخره د دغه ناروغۍ له امله وفات شو او همالته په زابل کې د خپلې کورنۍ له خوا خاورو ته وسپارل شو.

دا په داسې حال کې ده چې د ملي يووالي حکومت اوسني چارواکي ادعا کوي چې ملا عمر په هېواد کې نه بلکې له هيواده بهر وفات شوی او په زابل کې خاورو ته سپارل شوی دی.

د ولسشمر غني وياند هارون چخانسوري وايي، دوی شواهد لري چې ملا عمر په پاکستان کې و همالته وفات شوی دی.

 د زابل والي رحمت الله یارمل هغه ادعاوې رد کړي چې وايي ملا عمر په دغه ولايت کې ژوند کاوه خو زياتوي د ملاعمر قبر په زابل کې دی  دی يې په اړه معلومات نه لري چې کوم ځای کې دی.

له بله پلوه د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد هم هغه راپورونه تاييد کړي چې وايي ملا عمر د امریکايانو له راتګ وروسته د ژوند تر پایه په هېواد کې پاتې شوی او هيڅ کوم بل هيواد ته نه دی تللی.

ذبیح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه د هغه د اوسېدونې اطاق انځورونه خپاره کړي او د ملا عمر د ژوند په اړه ليکي چې دی د ژوند تر وروستۍ سلګۍ په هېواد کې و کره معلومات به په يوه کتاب کې خپاره شي زياتوي: هغه اطاق چې مرحوم امیرالمؤمنین په زابل کې په کې اوسیده. ملا صاحب له دې کوچني اطاق څخه اسلامي امارت رهبري کړ او د وفات تر وخته همدلته و. دلته به ملاصاحب لمر ته کیناست همدلته یو کوچنی چمن اودګلانو بوټي وو. په دې اړه نور معلومات به په یوه کتاب کې کره او مستند ډول خپاره شي.

طالب وياند: هغه اطاق چې مرحوم امیرالمؤمنین په زابل کې په کې اوسیده. ملا صاحب له دې کوچني اطاق څخه اسلامي امارت رهبري کړ او د وفات تر وخته همدلته و. دلته به ملاصاحب لمر ته کیناست همدلته یو کوچنی چمن اودګلانو بوټي وو.

د مجاهد په وينا، ملا عمر د يوې ورځې لپاره هم پاکستان یا بل هېواد ته نه دی تللی او ټول وخت يې په افغانستان کې تير کړی وايي: نورو هیوادونو ته نه تګ د مرحوم د وفات سبب هم شو چې په قابل علاج ناروغۍ وفات شو.  په خبره يې په دې اړه خپور شوی راپور سم او دقیق دی.

طالب وياند د چارواکو ادعاوې رد کړي وايي، (په دې اړه دامریکايي غلامانو پروپاګند او بې اساسه څرګندونې صرف د شخصیت وژنې هڅه ده. هغوی هيڅ دلیل نلري چې ثابته کړي د اسلامي امارت مرحوم زعیم له هیواد څخه بهر وو. کله چې مرحوم امیرالمؤمنین له نړیوال استکبار سره په دغره بوخت وو د کابل اوسني غلامانو په صحنه کې له سره شتون نه درلود.)

کله چې پر افغانستان امریکا يرغل وکړ نو د طالبانو د تحريک بنسټګر هم له هغه وخته لادرکه شو چې ويل کېږي وخت ناوخت يې د دغه تحريک له نورو غړيو سره د قاصد په واسطه اړيکې نيولې.

دا مهال په نړیواله کچه د ملا محمد عمر د مرګ او ژوند خبر (سي ای اې) ته په یوه نړیوال شرم اوښتی چې سره له دومره امکاناتو ونه توانيدل نوموړی ومومي.

د ملا عمر د ژوند په کلونو کې داسې راپورونه هم ورکول شوي چې هغه په خپله هم د بهرنيو ځواکونو سره په څو مخامخ جګړو کې برخه اخيستې ده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close