د ملت پر برخليک د نا أهلو لوبې

تميم توفيق
په دې کې شک نشته چې الله تعالی په لويو ګناهونو نيولي يو، دا چې هغه ګناهونه به کوم کوم وي، ويده افغان ملت تر دمګړۍ پرې سوچ نه دی کړی او لا يې د الله تعالی په پاچايي کې خپله کړې تيروتنه ځان ته نه ده معلومه کړې؛ همدا وجه ده چې په دنياوي پاچايي کې يې پر برخليک له ۱۷ کلونو راهيسې لوبې روانې دي او لا به يې برخليک خدای خبر تر څه وخته د نا أهلو په لاس کې وي.
نه پوهيږو په دې ملت څه شوي چې له بدمرغۍ سره سره هم کوڼ شو، هم ړوند او هم ګونګ. سره له دې چې د پاچايي له نه أهليت څخه اګاهي لري، مګر بيا يې هم سپوڼ له خولې نه وځي او فزيکي عکس العمل خو خورا لرې خبره ده.
نن مې يو خبر وليد چې وايي د اوړي له رخصتيو دوه هفتې تيرې شوې او د ولسي جرګې د غړو رسمي کاري ورځې پيل شوې دي، خو تر اوسه د دغې جرګې غړي نه دي پوره شوي. ولسي جرګه ټول ټال ۲۴۹ غړي لري، مګر په ننۍ غونډه کې ايله ۷۰ تنو حضور دلود.
د ولسي جرګې د اداري پلاوي پخوانی غړی عبدالرووف انعامي وايي چې د ولسي جرګې ډيری غړي تجاران دي، چې د تجارتي مصروفيتونو له امله نه حاضريږي او زيات بيا د زورواکۍ په اساس غائب وي.
رسنۍ وايي همدا وجه ده چې د جرګې اداري هيئت د ټول تالار انځور رسنيو ته د نشر لپاره نه ورکوي.
زمونږ خوابدي له دې امله نه ده چې د ولسي جرګې غړي مو غايب دي او يا په تجارتونو او نورو کيسو بوخت دي او ملت يې هير دی، موږ ته په دې ژړا راځي چې ملت مو ولې دومره بې خولې، بې ژبې او بې لاس و پښو دی چې پر برخليک يې له ۱۷ کلونو راهيسې دغسې نا أهل خلک لوبي کوي او دوی په رډو ورته ګوري.
دغسې نا أهل او بې ضميره خلک چې ملت د بارودو په لمبو کې لولپه شو، د دوه سرې ادارې او اشغالګرو عسکرو هاوانونو او ډيسي توپونو يې غوښې پاش پاش کړې، زربتي کنډک يې زامن د سترګو پر وړاندې ورته غلبيل کړل او د کمپاين وحشي صفته ځواکونو يې نه په لوی سرپه وکړه او نه په کمکيانو، خو نا أهل او مسؤوليت نه پېژندونکي په خپلو تجارتي کارونو او بهرنيو منظرو چړچې کوي او يا په خپل زر او زور غاره د ملت له کړېدلي حالته نا خبره دي.
خو ملت بيا هم ويده دی، لا يې هم خپل سرنوشت د دې بې ضميرو په لاس کې پريښی او لا هم له دې بدبختو پردي خواهانو څخه د ښېګڼې تمه لري.
که ملت راويښ نشي او په همدې ګونګ توب، ړوندوالي او کوڼوالي کې پاتې شي، هيڅ لرې نه ده چې له دې به ډېرې لويې بدبختۍ او بدمرغۍ تجربه کړي. همدا د دوی وچ ولاړ حالت دې نا أهلو ته دغه فرصت برابر کړی چې په برخليک يې ولوبيږي او د هيڅ شرم او ويرې احساس ونه کړي.
ملت بايد په ځان کې حرکت پيدا کړي، بايد د ځان، اهل و عيال او بلا خره د وطن سرنوشت د هغه چا په لاس ورکړي چې د دې ملت رښتيني مدافعين دي. هغه چې هم يې په دين سر قربان کړی، هم يې د ملت رښتينې دفاع کړې او په دې لار کې يې له هيڅ ايثار مخ نه دی اړولی. هم يې هيواد له ټوټه ټوټه کيدو ژغورلی او لا هم د استقلال، واحد افغانستان او متحد ملت او اسلامي نظام د قيام لپاره په مبارزه لګيا دي.
که داسې ونه کړي، له روانو بدمرغيو به هيڅکله خلاصون ونه مومي، همدا نا أهلان او بې دردان به وي او د دوی په برخليک به د تل لپاره لوبې کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close