د ملت پیوند د مجاهدینو سره

لیکوال صابرجان

دوه ورځې وړاندې طالبانو یوه ویډیو نشر کړه چې نوم یې د ملت پیوند دمجاهدینوسره و

ماچې کله ویډیو ولیدل د اسلامې امارت دفرهنګې چارو د کمیسون پرمختګ په کښې له ورایه ښکاریده

ویډیو ته د قرانکریم ایاتونو تر هر څه زیاته ښکلا وربخښلې وه ددې ترڅنګ د طالب مشرانو اودینې عالمانو خبرو چې د طالبانو دریځ په کښې له ورایه ښکاریده ویډیو ته جلا خوند ورکړی و

خو د ویډیو هغه صحنه ډیره عجبه وه چې ولسې خلګ د طالب په ساده دعوت پاڼو پسې منډې وهلې

ماته دې صحنې هغه وخت رایاد کړی چې یو وخت امریکایان زموږ په ولسوالی کې کور پر کور ګرځیدل اوخلګو ته یې زاری کولې چې خپل نهرونه مو پاک کړی د ورځې دوه نیم سوه افغانی درکوو خو هرسړې به ځان تري پتوۍ داسې وخت خو هم راغلۍ چې امریکایانو به خلګو ته ویل چې خپل غنم وریبۍ دوه نیم سوه افغانی روزانه  درکوو فقط مو تذکره راوړی  خو خلګو به ترې فرار کاوه

مګر دلته یې بیا د طالب په پاڼو پسې منډي وهلي او هر یوه به زاری کولې چې ماته یې راکړه

ماته یوبدخشانې انجینیر وویل چې صابره طالبانو په ولسې خلګو یو جادو کړی دی

ماورته وویل چې ولې ؟

انجنیر کیسه شروع کړه چې په دوه زره دیارلسم کال کې زموږ د ولسوالی عمومۍ سړک خارجیانو جوړوۍ زه ورسره انجنیر وم موږ به د سړک لپاره مزدوران په ډیر تکلیف پیداکول سره له دې چې هر مزدور ته مو د ورځې درې سوه افغانې ورکولې مګر په دوه زره شپاړسم کال کې زه کلې ته ولاړم طالبانو اعلان وکړی چې د کلی سړک باندی ډبرې اچوو د هر کور څخه یو یادوه کسه مفت دې کار ته چمتو شول اوکار یې شروع کړی انجنیر ویل چې ماکله دخلګو دا اخلاص ولیدۍ زه هم تشویق شوم اوطالب مشر ته مې وویل چې زه انجنیر یم د څو ورځو لپاره ددې سړک کار مفت درسره کوم

د ویډیو هغه صحنه هم د فکر وړ ده چې په یوبازار کې طالبان دفحش فلمونو اوسریالونو یو څو سې ډې ګانې سوځې اود اور دلګیدلو سره یوځای د ولس جذباتې د تکبیر ملکوتې نارې چې پاس یې اسمان کې ملایکې ورسره بدرګه کوي او په غرونو کې ازانګه کوي

که دې صحنې ته عمیق فکر وکړو نو د ډیموکراسۍ پر حامیانو اوخدمت کونکو یودتندر ګذار دۍ ځکه دولسې خلګو دتکبیر د ملکوتې نارو څخه له ورایه ښکارې چې ولس نور له ډیموکراسی فحاشی اوبې دینۍ څخه تر پوزې راغلی دی ولس نور هیڅکله ډیموکراسې اوفحاشې نه غواړي

اود ډیموکراټانو هغه میلیونونه ډالر چې یې ددې فلمونو اوسریالونو لپاره په تلویزونونو لګولې وه ټول بې ځایه ولاړل ځکه پنځه لس کاله پس هم ولس د طلوع لمر اوشمشاد له سریالونو څخه نفرت کوي اودنفرت اظهار په تکبیرونو ښکاره کوي

د ویډیو بله صحنه د خلګو سره مرکې کول دي چې د خلګو له موسکا څخه معلومیږي چې د طالبانو څخه زیات خوشحاله دي او هر کس ترې مننه کوي او وایې ځان اوس په امن کې احساسوي

داچې ویډیو په سرپل ولایت کې د ازبکو وروڼو په سیمو کې ډکه شوي ده نو پر شوری نظار اومشهورجنګ سالار جنرال دوستم یو ستر ګذار دی ځکه د دوی د ټولو هغه تبلیغاتو سره سره چې ویل به یې طالبان یواځې د پښتون قوم پورې اړه لرې اود پښتنو دقدرت لپاره جنګیږي طالبان توانیدلې چې ازبک وروڼه خپل کړي او هغوی وپوهوي چې دوی قومې حرکت نه بلکې یو اسلامې اوافغانې حرکت دی او خلګ یې پوه کړي چې د دوستم غوندې ټوپک سالار د مرستې لاس واخلې چې دابه دوستم هغه کریډت پر بهرنیانو ډیر کم کړی چې ویل به یې درې میلونه ملاتړې لرم

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close