د مليونونه ډالرو پر لګېدو سربيره لا هم ۳،۵ ميليون افغانان له نشو اغېزمن دي

راپوتاژ: الماس خدرخېل

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د نشه يي توکو سره د مبارزې لپاره ميليونونه ډالره لګېدلي خو لا هم درې اعشاريه پنځه ميليونه افغانان له نشو اغېزمن شوي دي.

د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، په هېواد کې پر مخدره موادو د روږدو کسانو شمير مخ پر زياتېدو دی او د دغه وزارت مسوولينو له حکومتي ارګاونونو او خلکو غوښتي چې د مخدره موادو د توليد، قاچاق او د کوکنارو د کښت په مخنيوي کې خپلې هڅې لا زياتې کړي.

د دغه وزارت مرستيال جاوید قایم وايي، “له دوه زره پنځلسم کال د شميرو له مخې تر دې دمه په افغانستان کې دري اعشاريه پنځه ميليونه وګړي اغېزمن شوي، چې په دې کې له شااوخوا ۱،۹ نه تر ۲،۵ میلیونو پورې له دغو موادو استفاده کوي او شااوخوا نیم میلیون روږدي کسان دي”.

هغه وويل، د مخدره موادو توليد، قاچاق او کارول د افغانستان د اقتصادي ودې، سولې او پرمختګ لپاره لوی زيان دی بايد پر وړاندې يې کلکه مبارزه وشي.

که څه هم د کورنيو چارو وزارت د مخدره موادو پرضد د مبارزې مرستيال عبدالخليل بختيار وايي، د هېواد په مرکز او ولايتونو کې د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې لپاره ځانګړي ځواکونه له دغه پديدې سره پر مبارزه بوخت دي خو څه موده مخکې د ولسي جرګې له نشه يي توکو سره د مبارزې کمېسيون ويلي و په تېرو پنځلس کلونو کې په افغانستان کې له نشه يي توکو سره پر مبارزې شاوخوا اته سوه پنځوس ميليون ډالره لګېدلي خو هيڅ نتيجه يې نه ده ورکړې.

د ولسي جرګې له نشه يي توکو سره د مبارزې د مشر لالي حميدزي په وينا:” له نشه يي توکو سره د مبارزې په قانون کې مو د روږدو کسانو درملنه جبري کړې ده،خو بهرنيانو ددې پرېکړې په اعتراض کې په دغه برخه کې خپلې مرستې بندې کړې دي.”

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت د غوښتنې کمولو رئیس ناصر شریفي د زمري په ديارلسمه وويل، په افغانستان کې د تېرو کلونو په پرتله د معتادینو شمېر زیات شوی دی.

د شريفي په وينا، په دې ډله کې څو کټګورۍ ماشومان هم په نشو روږدي دي چې يو يې هغه ډله ده چې مور او پلار يې نشه يان وي، دوی هم ورسره په نشو اخته کېږي، دوهم هغه ماشومان دي چې په غير مستقيم ډول نشه يان شوي، درېيم هغه ډله ده چې لومړی هغه نشه يي مواد کاروي چې د د دود په بڼه استعماليږي او وروسته بيا نورو نشو ته مخه کوي.

د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو ضد ادارې کلني راپور کې په ۲۰۱۷کال کې د وړم کال په پرتله د ترياکو توليد اووه اتيا سلنه او د کوکنارو کرکيله درې شپيته سلنه زیاته ښودل شوې ده.

دغه راز له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت د سروې له مخې په ۲۰۱۸م کال کې په درې سوه اته ويشت هکتاره ځمکه کوکناره کرل شوي دي.

د راپورونو له مخې، په هغه ولایتونو کې، چې په دودیزه توګه د کوکنارو کرکيله پکې ډيره کېږي، اوس د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې هم، چې ان د ځینو ولایتونو مرکزونه هم پکې شامل دي، د کوکنارو کښت ډېر شوی او امنيتي مسوولينو ته د بزګرانو له لوري پيسې ورکول کېږي.

روغتيايي مسئولین په نشو د روږدو کسانو لامل بې کاري، د خرابو خلکو ملګرتيا، د نشه يي موادو په اسانه پيدا کېدل او کورنۍ ستونزې بولي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close