د ملي اردو سرتېرو یوه هیله، ویې منئ/ خالد روان

راځئ افغانستان یوه کورنۍ فرض کړو. په کورنۍ کې د هر چا مسوولیت معلوم وي، خو ټول په دې هڅه کې وي، چې خپلې کورنۍ ته زیان ونه رسوي. یا داسې کار ونه کړي چې د خپلې کورنۍ نوم یې پرې بد شي. هر څوک هڅه کوي چې خپلې کورنۍ ته ښه نوم او ښه گټه ورسوي.

زموږ کورنۍ«افغانستان» اوس‌مهال اشغال شوی او گرده کفري نړۍ موږ ته یوه خوا شوې. اروپا، امریکا او اسیايي هېوادونه هڅه کوي چې خپل کفار ملگري دلته ناکامه نه کړي. خپل عسکر، پرېمانه پیسې، وسایل او تجهیزات یې د امریکا په واک کې ورکړي او د امریکا د بریا لپاره ټولې هڅې کوي. نو موږ ولې د خپل هېواد د ازادۍ لپاره نه یو کېږو؟

د افغانستان د اوسني اشغال د پای ته رسولو لپاره باید هر افغان تر خپلې وسې مرسته وکړي. راځئ ټول بوج د طالبانو پر اوږو وانه چوو. طالبانو داسې درانه بار ته اوږه ورکړې که موږ ورسره مرسته ونه کړو، نو دغه دروند بار یوازې د طالبانو له وسې بهر دی. ولې موږ افغانان نه یو؟ پر موږ هېواد حق نه لري؟ ولې د جهاد الهي حکم یوازې طالبانو ته پرېږدو؟ ولې د اشغال د پای او د هېواد د ازادۍ او د یوه اسلامي نظام د راوستو لپاره مبارزه ونه کړو؟ موږ چې دغه هېواد کې اوسېږو، له اوبو، هوا او خوراک نه یې گټه اخلو، نو پر موږ هم حق لري او دغه حق باید اداء کړو.

د ملي اردو، کمانډو او نور افغان ځواکونه له امریکایانو سره اوږه پر اوږه د خپلو افغانانو کورونو ته ورځي. دوی یې روزنه کوي، دوی یې امنیت ساتي او بهرني یرغلگر په ارام زړونو په خپلو بېسونو کې خوبونه کوي. که د ملي اردو له لومړي سره پر امریکایانو او د ناټو پر عسکرو د ټوپک شپېلۍ وراړولی وای، نو دغه اشغال اتلسم کال ته نه رسېده، بلکې وختي به خبره یوه طرفه شوې وای. خو له بده‌مرغه د دوی په ذهنونو کې قومندانان د الله، هېواد او دندې تش شعار ورپېچکاري کړی، خو که همدغه شعار ته پام وکړو، نو نه مو د الله جل جلاله حکم منلی، هېواد سره په پټه او ښکاره ظلم کوو او دنده مو یوازې د خپل مسلمان افغان وژنه ده. دلته تاسې خپله دنده هېره کړې او پر بله روان شوي یاست.

ازادي خو باید لومړی له امریکایانو واخلو. دنده خو زموږ داده چې خپل هېواد له بهرني یرغله خوندي وساتو، نه چې د سره کفارو سره په څنگ کې د خپل افغان پر کورونو وخېژو، وژنو یې او بندیان کوو یې. که د ملي اردو سرتېري هره اوونۍ دوه ـ دوه بریدونه د هېواد په گوټ ـ گوټ کې وکړي او ښه پرېمانه بهرني عسکر ووژني، نو زه ډاډ درکوم چې هم به مو اخیرت ښکلی وي او هم به مو خپله دنده په سمه توگه سرته رسولي وي. ځکه د اردو دنده د خپل هېواد د ارضي تمامیت ساتنه ده، نه دا چې د کفارو په څنگ کې د خپل هېواد خلک ووژني.

د اخیرت حساب ډېر سخت دی. هر ژوندی یو ځل مري او غوره مرگ بیا د شهادت دی. که تاسې داسې مړه شئ، چې څوک مو جنازې ته رانه شي، خپل خپلوان درباندې د خجالت اجساس وکړي او په اخیرت کې مو ابدي ژوند سخت وي، که داسې مرگ غواړئ چې حتا خپله کورنۍ درباندې وویاړي، په دې دنیا مو په جنازه کې زرگونه خلک گډون وکړي، خپلوان مو درته په مړینه گلان په غاړه کې واچوي او اخیرت کې خپل رب ته هسک سرونه ودرېږئ. اوس تاسې ته کوم مرگ غوره دی؟ ایا ابدي عذاب غواړئ او که ابدي خوشحالي؟

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close