د ملي امنیت مشر مسعود اندرابي نن اسلام اباد ته رسېدلی

کابل ټکی کام ۱۵ سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
یوې پاکستانۍ امنیتي سرچینې رسنیو ته ویلي دي چې د ملي امنیت سرپرست مسعود اندرابي نن پنجشنبه ۱۱ بجې شاوخوا له کابل څخه اسلام اباد ته رسېدلی دی.
دغې سرچینې ویلي دي، ټاکل شوې ده چې د ملي امنیت سرپرست مسعود اندرابي به د پاکستان د آی اېس آی له مشر جنرال رضوان اختر سره پر استخباراتي معلوماتو او نورو امنیتي مسائلو خبرې اترې وکړي.
سرچینه وايي، همدا شان به دوی د «ترهګرۍ» په خلاف د افغانستان او پاکستان د ګډې مبارزې د ګړندي کولو لپاره به هم خبرې وکړي.
همدا شان پاکستاني رسنیو هم د مسعود اندرابي ور تګ تأیید کړی دی، او ویلي یې دي چې د باچا خان پر پوهنتون د وسله والو له لورې د برید په اړه به هم مالومات شریک کړي.
ویل کیږي چې د نوموړو دغه لیدنه د جنرال راحیل شریف کابل ته د دسمبر په وروستۍ اونۍ کې د سفر په تعقیب ترسره کیږي.
له بلې خوا د ملي امنیت له لورې په خپره شوې خبر پاڼه کې د پاکستان د آی اېس آی د مشر او د ملي امنیت د مشر لیدنه ناسمه بلل شوې ده.
د یادولو ده چې د نوموړو دغه لیده کاته داسې مهال سره کیږي چې دوه ورځې وروسته به ترې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا استازو درېیمه څلور اړخیزه غونډه ترسره کیږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close