د ملي تدارکاتو کمیسون په هېواد کې د سړک جوړولو څلور تړونونه لغو کړل

کابل ټکی کام (سه شنبه ۰۶ سلواغه ۱۳۹۴ل) هاشمي عبدالله
د ملي تدارکاتو د ادراې په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ولسمشر له لوري د څلورو لویو تړونونو لغوه کېدل ددوی له لوري اعلان شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې دغه کار ددې په موخه ترسره شوی دی چې یادو کمپنیانو نشوای کولای چې په خپل وخت سره د سړک جوړولو کار اجراء کړي.
دغه تړونونه د ټولګټو وزارت اړوند د سړک جوړونې پروژې وې چې د پخواني جمهور رئيس حامد کرزي له وخته په ټپه ولاړې وې.
د ملي تدارکاتو کمیسون د پروژو د برسي کولو لپاره د اقتصاد وزارت په مشرۍ یو ګډ پلاوی ټاکلی وو چې د دواړو لوریو سره د پروژو د کار په ټپه درېدل وڅيړي.
د یادولو ده چې د ولسمشر غني د حکومتدارۍ په دوره کې د پرمختګ کار په ټپه ولاړ دی چې له همدې وجې بې روزګاري رامنځ ته شوې ده او ډېری ځوانان له هېواد څخه بهر په تېښته دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close