د ملي نجات ګوند مشر حضرت صبغت الله مجددي ومړ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۲۳)

د افغانستان پخوانی ولسمشر او د ملي نجات ګوند مشر حضرت صبغت الله مجددي د ۹۳ کلونو په عمر د ورپيښې ناروغۍ له امله ومړ.

د مجددي فسبوک پاڼه او کورنۍ يې وايي، چې نوموړي بيګا شپه د فبرورۍ پر يوولسمه ساه ورکړه.

ټاکل شوې چې د جنازې مراسم يې د چهارشنبې په ورځ د کابل غازي سټډيوم کې ترسره شي.

ښاغلی مجددي په ۱۹۴۰ کال کې د مصر د قاهرې له پوهنتون خپلې لوړې زده کړې پای ته رسولي او په افغانستان د شوروي د يرغل پر مهال پاکستان ته وکوچيد، هلته يې د خلق ديموکراتيک ګوند پرضد وسله واله او سیاسي مبارزه پيل کړه.

د ډاکټر نجيب د حکومت تر ړنګيدو وروسته مجددي د افغانستان لومړنی ولسمشر او څو مياشتې وروسته بیا واک طالبانو ته په لاس ورغی او مجددي له سياسته ليرې پاتې شو خو پر افغانستان د امريکايانو د يرغل پر مهال يوځل بيا هېواد ته راستون، د ملي پيوستون ادارې مشري، د مشرانو جرګې مشري يې کړې او همدراز د کرزي حکومت په وروستيو کې يوازينی شخص و چې کرزي ته يې په لويه غونډه کې وويل (که امریکايانو سره امنيتي تړون لاسليک نه شی دی به خفه شي) چې کرزي هم ورته وويل زه دغه تړون نه لاسليکوم ته دې خفه يې، چې ياد تړون بيا د اشرف غني د واک په لومړيو ورځو کې لاسليک او افغانستان تر نورو کلونو لا نا امنه شو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close