د ملي يوالي حکومت په دوو ستونزو کې راګيردي

«تبصره»

په هېواد کې د ملي يوالي چارواکي وزيران او په ځانګړې توګه ډاکټرعبدالله او ولسمشر اشرف غني په هره جوړه شوې غونډه کې د موجوده ستونزو څخه د خلاصون په اړه لارې چارې لټوي او د مرسته کوونکو هېوادونو څخه د نورو مرستو ژمنو ته انتظار باسي تر څوهېواد يې په هر اړخيزه توګه په خپلو پښو ودرېږي .

د اروپايي ټولنې مشرانو په برکسل کې غونډه وکړه ، چې د دويمې نړيوالې جګړې را وروسته په نړيواله سطحه د کډوالو د بهير ، چې اروپايي هېوادونو ته ورمات دي غوروکړي اروپايي ټولنې د ترکيې سره پراخې ډالري مرستې وکړې اوغواړي نورې مرستې هم ورسره وکړي .

په غونډه کې د ترکيې صدراعظم احمد داؤد اغلو وويل : ترکیه اروپايي او اروپا ، ترکيې هېواد ته ارزښمنه ده.

له دې نظرسره د اروپايي اتحاديې تصحيح وشوه ، چې اروپا ته د ورتلونکو کډوالو مخه ونيسي ، چې د سوريې او افغان حکومت لپاره به ستونزې زياتې شي ؛ ځکه په سوريه او افغانستان کې جګړې دوام لري د ملي يوالي حکومت ته دويمه لويه ستونزه د سولې د پروسي ځنډيدل دي ، چې په اړه يې د ملي يوالي د حکومت له چارواکو څخه د ملت په وړاندې د ځواب ورکولو لاره ورکه شوې ده .

په هېواد کې د بيا اقتصاد نيشتوالي ، بې روزګارۍ او د سولې د پروسې ځنډ دومره ستونزې راولاړې کړي دي ، چې د روسي وګړو ژوند نور هم پسې تريخ شوی دی.

که څه هم د ملي يوالي د حکومت يو شمېر چارواکې په دې نظر دي ، چې د سولې د پروسي د دوهم ځل لپاره هلوځلو ته دوام ورکوي او نا اميده شوي نه دي .

د بلې خوا نه د سولې په اړه ، چې د دولت او طالب مشرانو تر منځ د روانې مياشتې لومړۍ اونۍ ياده شوې وه، طالبانو له سولې کولو قاطع انکار نه دی کړی .

که له طالبانو سره د ملي يوالي حکومت خپل سر په خبرو خلاص کړي تر څه حده مذاکراتو ته لاره هواريدلی شي او د خبرو په دوام به د سولې د حل لپاره زمېنه برابره شي .

د ملي يوالي حکومت د خپلو ورپېښو ستونزو د حل له ليارې موندلو لپاره پرعلماء کرامو غږ کړی، چې د ستونزو په حل کې ورسره مرسته وکړي؛ خو په دې باندې د ملي يوالي حکومت نه دی پوهيدلی ، چې د ستونزو د حل لياره څرنګه موندلی شي .

هغه هېواد ، چې له ډول ډول ستونزو سره مخ وي په خپل هېواد کې د کورنيو او بهرنيو ستونزو د هوارۍ لپاره ځانګړې ادارې لري ، چې زمونږ د ملي يوالي حکومت تر اوسه په دې نه دی توانيدلي ، چې سولې او هم د نورو هېوادونو په ځانګړې توګه د ګاونډيو هېوادونو سره د ستونزو د حل لپاره د با تجربه او سياسي پوهانو کمېسون جوړکړي .

که د ملي يوالي حکومت اوس هم د خپلو ستونزو او په ځانګړې توګه د يادو دوه ستونزو په اړه ، چې د کډوالو په وړاندې د لارو بنديدل، د کډواليوبهيراو هم د سولې د پروسې ځنډ دی، د حل ليارې دې په مشوره پيدا کړي ؛ خو ګمان نه کوم دا کار دې وکړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close