د ملي یووالي د حکومت دویم مشر عبدالله له ټولو وزارتونو څخه غوښتي، تر څو د ولسمشر له تصویر سره یې یو ځای تصویر نصب کړي

کابل ټکی کام ۱۰حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

د ملي یووالي حکومت دویم مشر عبدالله عبدالله له ټولو وزارتونو او خپلواکو ادارو څخه د یوه مکتوب په وسیله غوښتي دي، چې تر څو یې انځور د ولسمشر له انځور سره یو ځای په ټولو ادارو او رسمي نمایندګیو کې نصب کړي.

د هېواد سیاسي کارپوهان وايي، چې د عبدالله عبدالله دا ډول کړنې پر ځان ښودنه او په فېشن دلالت کوي.

باید ووایو، چې په تېرو ورځو کې دوستم هم د خپل انځور د لرې کېدو پرسر څو ورځې دوامداره په بلخ او فاریاب ولایتونو کې لاریونونه وکړل، چې له کبله ۱ کس ووژل شو، او ۴ تنه نور ټپیان شول.

د اجرائیه ریاست دغه مکتبوب د تېر کال د وروستۍ میاشتې په ۲۵م تاریخ د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ته لېږدول شوی دی، چې د خپلو انځورونو د لګولو امر یې ورته کړی دی.  

12593557_10153563246152106_2319504447350017836_o (1)

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close