د ملکيانو او نظاميانو په مرګ روانه جګړه

تبصره

د جګړې نوم چې کله اخیستل کیږي، نو په فطري توګه مرګ ژوبله د انسان ذهن ته راشي، ځکه جګړه له مرګ – ژوبلې، تباهيو او ويجاړوَنو پرته نور څه له ځان سره نه لري. هغه د پښتو متل دی: په جګړه کې حلوا نه وېشل کيږي.

په افغانستان کې له څلورو لسيزو راهيسې جګړه روانه ده – له هغې ورځې چې تورمخو کمونستانو په افغانستان کې کودتا کړې د وينو بهېدل پیل شوي دي.

جګړه چې په هر هېواد کې وي له ځان سره به مرګ ژوبله لري، خو د افغانستان جګړه بيا له نورو هېوادونو سره يو څه توپير لري.

هغه په دې چې په نورو هېوادونو کې په جګړه کې ښکېلې خواوې د جګړې معيارونه په نظر کې نيسي، اما په افغانستان کې، لکه څرنګه چې د روسانو او امريکايي پوځونو لخوا د ملګرو ملتونو د ټولو نورمونو پر خلاف پوځي تېری وشو، همدا ډول جګړه هم د ټولو بين المللي اصولو پر خلاف روانه ده.

په يوه هېواد کې به داسې نه وي شوي چې هوايي ځواکونه دې د مقابل لوري پر ځای قصدًا ولسي وګړي بمبار کړي، يا دې ولسي وګړي په عملياتو کې ونيسي او له ځان سره دې یې په ناڅرګند لوري روان کړي.

د یوې ترسره شوې سروې په اساس، په افغانستان کې هره ورځ نږدې شل ولسي وګړي په جګړه کې وژل کیږي.

دفاع وزير، طارق شاه بهرامي، د نظاميانو پر مرګ ژوبله اعتراف کړی چې تېره مياشت له مخالفو وسله والو سره په جګړه کې ٥٠٠ دولتي عسکر وژل شوي دي، خو د هغو ولسي وګړو پر مرګ ژوبله یې سترګې پټې کړې چې افغان او بهرنيو هوايي پوځونو په بمبار او ځمکنيو عملياتو کې وژلي دي.

دا لومړى ځل دی چې دفاع وزارت په دومره شمېر کې د خپلو پوځونو، او هغه هم له مخالفو وسله والو سره په جګړه کې، پر وژنې اعتراف کوي.

که بهرامي ورسره هغه امريکا پلوي يا د امريکا ځنځير-پر-غاړه وژل شوي غلامان چې په بېلابېلو پېښو کې وژل کيږي وشمېري، نو د مرګ ژوبلې شمېر به یې څو چنده زيات شي.

په روانه جګړه کې دفاع وزرات د خپل پوځ مرګ ژوبله يادوي، خو ډېره کمه، او ولسي وګړي خو په مرګ ژوبله نه شمېري، حال دا چې کله طالبان پوځ ته زياته مرګ ژوبله واړوي، د غچ اخیستنې لپاره یې بهرني او افغان هوايي پوځونه په بمبار لاس پورې کړي او د طالبانو په نوم ولسي وګړي ووژني.

 د ميدان وردګو جغتو ولسوالۍ په هوايي بريدونو کې د طالبانو په نوم د ولسي وګړو مرګ ژوبله یې نږدې او جوت مثال دى.

د ميدان وردګو په جغتو ولسوالۍ کې، چې جګړه پکې روانه وه، ښايي طالب وسله وال هم وژل شوي وي، خو افغان او بهرنيو پوځونو تل د افغان پوځ د وژنې غچ له ولسي وګړو اخیستی دی.

 دفاع او د کورنيو چارو وزارت چې کومه شمېره ښوولې تر دې زياتو پوځيانو ته مرګ ژوبله اوړي.

 هغه پوځيان چې په پوستو او نورو نظامي مرکزونو کې د طالب وسله والو لخوا د (زابل د شهر صفا) په څېر وژل کيږي، د هغو يادونه یې هم نه ده کړې .په يوه مياشت کې یې، په ټوله کې، ويلې چې ٥٠٠ پوځيانو ته مرګ ژوبل اوښتې ده.

په روانه جګړه کې په وار وار هوايي ځواکونو خپل پوليس او ولسي وګړي په بمبار کې وژلي دي. د تېر زېږديز کال په اکتوبر مياشت کې، د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې هوايي بريد کې تر لسو زيات د ملي اردو کسان ووژل شول، ځکه خو ويلاي شو چې په افغانستان کې د افغان نظاميانو او ولسي وګړو په مرګ ژوبله جګړه روانه ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close