ملګري ملتونه د ملکي مرګ ژوبلې عاملینو ته سزا غواړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۱۱)

د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په افغانستان کې روانه ملکی مرګ ژوبله په سختو ټکو غندي او عاملینو ته یې د درنې سزا غوښتونکي دي.

په نیویارک کې د یادې ادارې دفتر ویلي، ملکي مرګ ژوبله چې له هرې خوا وي، نه توجیه کېدونکی او غیر انساني عمل دی، چې باید ودرول شي.

دا په داسې حال کې ده چې په تیره یوه اوونۍ کې امریکایانو د خپلو افغان ملګرو په مټ د هیواد په ګوټ ګوټ کې تر ۲۵۰ زیات ملکي کسان، چې ډیری یې ښځې او ماشومان وو، وژلي، او سلګونو نور یې ټپیان، او دغه راز یې لسګونه ولسي میشت ځایونه بمبار کړي دي.

په ورته وخت کې د هیواد د سنا مجلس (مشرانو جرګې) غړو ویلي چې د شپنیو چاپو د بندیدو په تړاو یې نه حکومت او نه هم بهرنیان غږ اوري.

استازي وایي، په دې هکله یې په ځلونو د حکومت اړوند امنیتي اداراتو ته مراجعه کړې، خو لا یې هم چا غوشتنې ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

د مشرانو جرګې غړي دغه راز وایي چې د پراخې ملکي مرګ ژوبلې له امله ولسي خلک د امریکایانو او د هغوی د افغان ملاتړو پر وړاندې وسلوال پاڅون ته اړ شوي او که د دې چارې مخه ونه نیول شوه، ښایي یو لوی تحول رامنځته شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close